د غور د ولایتي شورا مرستیال په ماین چاودنه کې ووژل شو

په دغه چاودنه د غور د ولایتي شورا یو بل غړی ټپي شوی هم دی

چارواکي وايي چې د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان نن غرمه د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه کې د چسپکي ماین د چاودنې له امله وژل شوی دی.

د غور د والي ویاند عارف عابر وايي چې ماین د عطشان په موټر نښلول شوی و چې په کې نوموړی وژل شوی او د غور د ولایتي شورا یو بل غړی عبدالرحیم رضا زاده او د موټر چلوونکی یې ټپيان شوي دي.

ښاغلی عابر وايي چې دواړه په یو موټر کې سپاره وو او د خپل کار له دفتر څخه د کور په لور روان وو چې د غور ولایت د روغتون د ودانۍ مخې ته ورباندې ماین وچاودید.

د غور د والي ویاند زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو تحقیقات پیل کړي دي.

تراوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

څه موده وړاندې ناپېژندو وسله‌والو د غور د ولایتي شورا د مرستیال عبدالرحمان عطشان زوی هم تښتولی و چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب سره بېرته خوشې شو.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د چسپکي ماین چاودنې پېښې زیاتې شوې دي.

د دغو بریدونو په لړ کې نن سهار په یوې تازه پېښه کې د کابل د والي مرستیال محبو‌ب‌الله محبي او یاور یې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول او دوه ساتونکي یې تپیان شول.

د دغې پېښې مسولیت هم تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.