په مکې کې د حج مذهبي مراسم پیل شوو

ګڼ شمیر حاجیان مکې ته رسیدلې او لومړی مذهبي رکن د کعبې په طواف پیل شو.

نن یکشنبې (اګست۱۹) په سعودي عربستان کې د حج د فریضې ادا کولو مراسم پیل شول. سږکال د حج د ادا کولو دپاره تر دوه میلیونو زیات حاجیان سعودي ته ورغلي او د حج مراسم به د اګست په څلورویشتمه (جمعې) ماښام پای ته ورسیږي.

د سعودي حکومت وايي چې له سلو زرو څخه زیات امنیتي کسان یې په مینا، مکه او د عرفات په غونډئ کې په دنده ګمارلي، ترڅو وکولای شي د حج مراسم په خوندي توګه ترسره شي. ددې ترڅنگ د شاوخوا دوه میلیونه حاجیانو د کوربه توب لپاره د نوي تکنالوجي لکه ایفون چې د روغتیا مراکز او د نړۍ په گڼ شمیر ژبو جي پي ایس او نور ملومات لري، هم جوړ شوې دي.

په ۲۰۱۵ کال مراسمو کې تر دوه زروزیات حاجیان مړه شوو.

د افغانستان دولت سږکال تر دیرش زره حاجیان سعودي ته لیږلي او لمړۍ ډله حاجیان د جولای میاشتې په څوارلسمه د کابل هوايي ډګر نه ریاض ته تللې. د حج او اوقافو وزیر تیره میاشت رسنیو ته وویل چې سږکال د کابل او هرات نه سعودي ته حاجیان ولیږل شوو او وروسته د بلخ او قندهار هوايي ډګرونو نه هم پروازونه وشوو.

د نړۍ د ګڼ شمیر هیوادونو حاجیان مکې ته رسیدلې او اکثریت یې لومړی مذهبي رکن د کعبې په طواف پیل کړ.

Your browser doesn’t support HTML5

حج مراسم

سبا دوشنبه (اګست۲۰) حاجیان د عرفات د ورځې مراسم اوږه په اوږه ترسره کوي، د عرفات مراسمو ترسره کول هر کال د حج د مذهبي مراسمو د اوج نښه ګڼل کیږي. عرفات هغه ځای ګڼل کیږي چیرې چې حضرت محمد ص پخپلې وروستۍ خطبه کې چې څوارلس سوه کاله مخکې یې اورولې وه، د مسلمانانو تر منځ د برابرۍ او ورورولۍ غږ کړی و.

د سعودي حکومت د حاجیانو د امنیت ساتل په تیره په میناښار کې چې ګڼې ګوڼې له کبله زیات د مرګونو پیښو اټکل پکې کیږي، تدابیر نیولي دي.

د سعودي د کورنیو چارو وزیر منصور ال ترکي وایي حکومت له مکې څخه تر عرفات پورې د ترانسپورت ښه آسانتیاوې برابرې کړي چې حاجیان وکولای شي له مزدلفې څخه مینا ته په آسانه توګه تګ راتګ وکړي.

د یادولو وړ ده چې په دوه زره او پنځلسم کال کې په دغه ځای کې د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله دوه زره او شپږ سوه کسان مړه شوو.

د سعودي د کورنیو چارو وزیر منصور ال ترکي وايي د معمول په څیر هر کال د حج مراسمو ترسره کولو لپاره نهه سوه زره پولیس په دنده ګماري، خو که اړتیا شوه له دې زیات هم کولای شي چې موظف کړي او د هر ډول تهدید د مخنوي دپاره تیار دي.

د سعودي د روغتیا وزارت وايي د روغتیا له نړیوال سازمان سره په اړیکه کې دي چې د حج مراسمو پرمهال د ساري ناروغیو مخه ونیسي.

د سعودي د روغتیا وزارت یو مقام میشال ال ریبیان وایي د حاجیانو ترمنځ هیڅ ډول ساري ناروغي ثبت شوې نه ده، او هیڅ یو حاجي له ساري ناروغئ سره مکې ته ورغلی نه دی. د احمد محمد په نوم یو مصري حاجي وویل هیله من دی چې سږنی حج د اسلامي نړۍ او د وضعې ښه کیدو لپاره ګټور تمام شي. د مسلمانانو په دې ستره اجتماع کې به د سوریې، عراق، فلسطین او گڼ شمیر نورو اسلامي هیوادونو د ستونزې د حل لپاره دعاوې هم وشي.

سعودي مقامات وایي سږکال د حج مراسموکې د هیڅ ډول ساري مرض ویره نشته.

د افغانستان د روغتیا وزارت په رسمي اعلامیه کې خبر ورکړ چې د شنبې ورځې راهیسې يي د ملا امامانو، دیني علماؤ او خبریالانو د اګاهۍ دپاره د عامه پوهاوي یو کمپاین پیل کړې چې په افغانستان کې د کانګو تبې د مخنوي دپاره مراقبتي کار وکړي. د روغتیا وزارت پدې کمپاین کې ټینګار کوي چې خلک باید د اخترپه قربانۍ کولو کې د ډیر دقت نه کار واخلي چې د کانګو مرض د خپریدو مخه ونیول شي.