درې اسرائیلي یرغمل د ۳۶۹ فلسطیني بندیانو سره تبادله شول

د اسرائیلي یرغمل او فلسطیني بندیانو د تبادلې بهیر

په غزه کې د اوربند د ماتیدو په اړه د وروستیو کړکیچونو سره سره، حماس د شنبې په ورځ، د فبرورۍ په ۱۵ (سلواغې ۲۷) درې نور اسرائیلي یرغمل خوشې کړل.

۳۶ کلن اسرائیلی-امریکایي ساګوی ډکل چن، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس په تروریستي برید کې یرغمل شوی و، د هغو دریو یرغملو له ډلې څخه دی چې نن د شنبې په ورځ د حماس له بند څخه ازاد شو. د هغه د یرغمل کیدو څخه دوه میاشتې وروسته، د هغه میرمن اویتال دریمه لور وزیږوله.

۲۹ کلن ساشا تروفانوف چې روسي الاصله اسرائیلی دی هغه هم د یرغملو او بندیانو د تبادلې په شپږم پړاو کې خوشې شو. هغه د حماس په برید کې د خپلې مور، یلینا، د خپلې نیا ارینا تاتي او د خپلې انډیوالې ساپر کوهن سره یو ځای ونیول شو. یوه میاشت وروسته، ټولې درې میرمنې د یرغمل او بندیانو په تبادلې کې خوشې شوې، خو د هغې پلار، ویتالي، په یو برید کې ووژل شو. دغه کورنۍ ۲۵ کاله وړاندې له روسیې څخه اسرائیل ته کډواله شوې وه.

دریم یرغمل شوی چې نن خوشې شو، ۴۶ کلن ایایر هورن، ارجنټاینی اسرائیلي دیږ هغه د اسرائیل په جنوب باندې د حماس په برید کې د خپل ورور ایتان، سره چې د تبادلې پدې پړاو کې شامل ندی یرغمل شوی و.

دغه درې خوشي شوي نارینه یرغمل دمخه تر دې چې اسرائیلي ځواکونو ته وسپارل شي د غزې په خان یونس کې نړیوال سره صلیب ته سپارل شوي وو.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي ایکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړی او د دغو دریو یرغمل شویو خوشې کیدل یې تائید کړي او لیکلي یې دي: "اسرائیل د دریو خوشې شویو یرغملو په بدل کې د وژونکو ترهګرو په ګډون ۳۶۹ فلسطیني امنیتي بندیان خوشې کړل، چې اکثر خوشې شوي ترهګر د غزې تړانګې ته لیږدول شوي دي. ۲۴ تنه به یې نورو هیوادونو ته تبعید شي. نه یې هیروو او نه یې بخښو؟"

په همدې حال کې د اسرائیل له زندانونو څخه د فلسطيني بنديانو او نیول شویو کسانو د ليږدولو لومړى بس رام الله ته ورسيد چې د فلسطين بيرغونو په رپولو يې خلکو هرکلى وکړ. حماس اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ به ۳۶۹ فلسطینیان خوشې شي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د موقت اوربند له پيل راهيسې چې د جنورۍ په ۱۹مه نافذ شو، دا له فلسطيني بنديانو سره د اسرائيلي برمته شويو د تبادلې شپږم پړاو دی.

حماس د جمعې په ورځ د دریو یرغمل شویو کسانو نومونه وروسته له هغه اعلان کړل چې د اونۍ په پیل کې یې ګواښ کړی و چې یرغمل به خوشې نه کړي او اسرائیل یې د اوربند له موافقې څخه په سرغړونې تورن کړ.

د اوربند په لومړي پړاو کې، چې تمه کیږي شپږ اونۍ به دوام وکړي، حماس به په تدریجي ډول د سلګونو فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې ۳۳ اسرائیلي یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

تر اوسه د دغه اوربند په لومړي پړاو کې ۲۱ یرغمل شوي او تر ۷۳۰ زیات فلسطینیان خوشي شوي دي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه، سخت دریځې ډلې حماس پر اسرائیلو باندې وسله وال بریدونه پیل کړل چې د اسرائیلي چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او د حماس جنګیالیو څه باندې ۲۵۰ تنه یرغمل نیولي دي.

د حماس تر واک لاندې غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، چې ملګري ملتونه یې د باور وړ ګڼي، په غزه کې د اسرائیل په غچ اخیستونکي کمپاین کې ۴۸۲۱۹ کسان وژل شوي، چې اکثر ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي.

ددې رپوټ په برابرولو کې د فرانس پرس، اسوشیتید پرس او رویترز رپوټونه کارول شوي