حماس وایي تر 'بل امر' پورې د برمته شویو کسانو خوشې کیدل بندوي

ګمان کیږي چې لا هم لسګونه اسرائیلیان د حماس ډلې سره بندیان دي.

د حماس ډلې دوشنبه فبروري ۱۰ ( سلواغې ۲۲) ویلي چې په غزې کې د اسرائیل سره د اوربند تړون له مخې د برمته شویو کسانو خوشې کیدل تر بل امر پورې ځنډوي او په اسرائیل یې تور پورې کړی چې د اوربند له شرایطو یې سرغړونې کړیدي.

د حماس نظامي څانګې یوه ویاند ابو عبیده په یوې اعلامیې کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، ویلي چې د برمته شویو کسانو خوشې کیدل چې ټاکل شوې وه د روانې فبروري میاشتې په ۱۵ مې نیټې وشي، تر بل امر پورې ځنډول شویدي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د برمته شویو کسانو تبادلې به تر هغې ځنډیدلي وي تر څو اسرائیل خپلې هغه ژمنې نه وي پر ځای کړی چې په غزې کې د اوربند په تړون کې یې کړیدي. د حماس دې جګپوړي چارواکي نور جزیات ندي ورکړي.


په اعلامیې کې په اسرائیل تور لګول شوی چې د اوربند شرایطو څخه یې سرغړونې کړي ځکه چې د یکشنبې په ورځ په غزې کې درې ملیکان وژل شویدي.

ها خوا بیا د اسرائیل ددفاع وزیر، اسرائیل کاتز ویلي چې د برمته شویو کسانو خوشې کیدو ځنډول د اوربند څخه د حماس "بشپړ سرغړاوی" دی او داسې نښې یې څرګندې کړي چې ښایي جګړه یو ځل بیا پیل شي.

ښاغلي کاتز په یوې اعلامیې کې ویلي، " ما د اسرائیل دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د هر ډول سناریو لپاره په لوړ ترینه کچه تیاری ولري".


دا اعلامیې داسې مهال خپرې شوي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهود همدې تیرې شنبې په ورځ خپلو مرکچیانو ته امر وکړ چې قطر ته ولاړ شي تر څو په غزې کې د حماس ډلې سره د اوربند په بل پړاو باندې خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې وه چې د متحده ایالاتو، قطر او مصر په منځګړتوب دا خبرې په راتلونکو څو ورځو کې پیل شوې وی تر څو اوربند بل پړاو په هکله پریکړې وشي.

د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند په نازک حالت کې دی او حماس ډلې وار د مخه په اسرائیل ملامتي اچولې چې د دې تړون له مخې یې خپلې ژمنې ندي پر ځای کړي.

د حماس یو جګپوړي چارواکي بصام نعیم د شنبې په ورځ وویل چې اسرائیل د اوربند لومړي پړاو په تطبیق کې "کاستي او ناژمنتیا" ښودلې چې د هغه په قول ښایي دا تړون د خطر سره مخ کړي او یا له منځه ولاړ شي.

د اوربند په لومړي پړاو کې چې د متحده ایالاتو، قطر او مصر په منځګړتوب شوی، د حماس ډلې ژمنه کړې چې په پاتې ۴۲ ورځو کې به ۱۷ برمته شوي کسان خوشې کوي.

ګمان دا دی چې لا هم ددې ډلې سره ۷۳ یرغمل پاتې دي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې په اوومې نیټې په اسرائیل باندې د ناڅاپي برید پر مهال یې د ځان سره وړي و.