داودزی: تمه ده قطر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پرېکړه وشي

د قطر په خبرو کې ښايي د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پرېکړه وشي

په داسې حال کې چې ټاکل شوې سبا سې شنبه د قطر په مرکز دوحه کې د افغان سولې په تړاو د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پنځمه غونډه تر سره شي د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئيس تمه ښيي چې هر څنګه ژر په دغو خبرو کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه پرېکړه وشي.

ټاکل شوې په دغه خبرو کې د طالبانو د قطر دفتر نوی مشر ملا عبدالغني برادر هم ګډون وکړي، طالبانو تېره ورځ خبر ورکړ چې ملا عبدالغني برادر د څلورو نورو طالب چارواکو په ګډون قطر ته رسېدلی دی.

عمر داودزی د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د ملا عبدالغني برادر رول اغېزمن بولي او زیاتوي چې نوموړی له فکري ازادۍ څخه برخمن دی.

هغه وویل" ملا عبدالغني برادر داسې یو شخص دی چې فکري ازادي یې پراخه ده، داچې اوس قطر ته رسېدلی دی او د مذاکرتو رهبري کوي، له خپل هغه فکري ازادي څخه یې کار اخیستی، باید ژر تر ژره پرېکړه وکړي چې سولې ته ورسېږو".

ښاغلي‌ داوزي هیله وښودل چې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ پنځم پړاو خبرو کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پرېکړه وشي.

داودزي زیاته کړه:"زموږ تمه داده چې په دغه ناسته کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیلولو زمینه برابره شي، او هر‌څنګه چې ژر کېږي امریکايي‌ پلاوی او طالبان دغه هدف ته ورسېږي."

مشورتي لویه جرګه کې طالبانو ته د ګډون بلنه

د افغان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئيس وايي، د سولې په اړه مشورتي لوی جرګې کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ټاکل شوې د سولې په اړه مشورتي لوی جرګه د روانې کب میاشتې پر ۲۶مه په کابل کې جوړه شي چې له ټول افغانستان څخه به پکې شااخوا ۲زره تنه ګډون وکړي.

د سولې عالي شورا وايي چې دغه جرګه به درې ورځې وي، وايي که اړتیا پیدا شي څو نورې ورځې به هم وغځېږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په دغه جرګه کې به د یوه داسې میکانیزم په رامنځ ته کولو هوکړه وشي چې ټول یې ومني او له طالبانو سره د سولې احتمالي کرښې وټاکل شي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئيس د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پرمهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان به هم دغه غونډې ته وبلل شوي؟ وویل: "په اصل کې طالبان بلل کېږي، موږ طالبان افغانان ګڼو او په همدې خاطر ورسره خبرې کوي".

پر همدې مهال د افغان حکومت اجرائيه رئيس د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې له افغان دولت سره د مامخ خبرو په اړه د طالبانو په موقف کې تغیر نه لیدل کېږي.

عبدالله وویل:" تر اوسه هم د طالبانو نه چمتووالی د اصلي خنډ په توګه پاتې دی."

دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت تل قید او شرط پرته له طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی،خو طالبانو له افغان دولت سره د مخامخ خبرو ډډه کړې او له امریکایانو سره چې د دوی په وینا اصلی لوری دی خبرو ټینګار کړی دی.

امریکايي‌ پلاوي او طالبانو تر دامهاله د افغان سولې په تړاو څلور مامخ غونډې کړي چې نننۍ غونډه یې پنځمه کېږي.

په تېرو غونډو دواړو لورو له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو پر وتلو، دا چې نور به له افغانستان څخه امریکا ته ګواښ نه پېښېږي، اوربند، د طالب زندانیانو پر خوشي کېدو، او له افغان دولت سره د مخامخ خبرو پر تر سره کېدو خبرې کړي دي.

دواړو لورو تر دې مخکې په دغو خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی و.