سولې شورا: د ملا برادر راتګ د سولې له بهیر سره مرسته نه ده کړې

ملا عبدالغني برادر د طالب پلاوي په مشرۍ په مسکو کې

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ملا عبدالغني برادر راتګ د سولې خبرو کې د طالبانو له خپلواکۍ او صلاحیت سره هېڅ مرسته نه ده کړې.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاءالرحمن سیلم وايي، د سولې خبرو کې د طالبانو بې صلاحیتي د تېر په شان د یوې ستونزې په توګه پر خپل ځای پاتې ده، چې له امله یې د سولې خبرو کې پرمختګ نه دی راغلی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ د «غبرګولې پر۲۶مه» په سوله کې د ځوانانو رول په اړه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، هر کله چې له طالب استازو سره مخ شوی هغوی د سولې خبرو کې د بې صلاحیتۍ احساس کړی دی.

مولوي سلیم وویل:"د ملا برادر او ملا فاضل په راتګ سره زموږ فکر او تصور دا و چې، هغه د طالبانو جنګي مشران وه، یو تن یې یو وخت لوی درستیز او بل یې د ملا عمر مرستیال و، موږ فکر کوی چې د دوی په راتګ سره به دغه د بې صلاحیتۍ ستونزه هواره شي،خو بدبختانه چې دغه ستونزه تر پخوا هم زیاته پر ځای پاتې ده."

د سولې عالي شورا د سولې په خبرو کې د طالبانو پر بې صلاحیتۍ پر داسې مهال اندېښنه ښيي، چې پاکستان تېر کال د سولې له بهیر سره د مرستې په هدف ملا عبدالغني برادر د امریکا په غوښتنه له بند څخه ازاد کړ.

نوموړی تر خوشي کېدو څو میاشتې وروسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو او تر دا مهاله یې څو ځله د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد سره پر افغان سوله مخامخ خبرې کړي دي چې دواړو لورو پکې له کومې موافقې پرته پکې د پرمختګونو خبر ورکړی دی.

طالبانو تر هغه وروسته پخپل مذاکراتي ټېم کې نور بدلونونه هم اعلان کړل چې د ملا فاضل په ګډون یو شمېر نور پخواني لوپوړي طالبان هم پکې شامل دي.

عمومي باور دا دی چې د سولې په خبرو کې د ملا عبدالغني برادر او پخوانیو طالب مشرانو ښکېلتیا به د سولې له روان بهیر سره مرسته وکړي.

خو د سولې عالي شورا مرستیال وايي، تمه ده په دې اړه د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو فشارونو په راوړلو سره دغه ستونزه هواره شي.

هغه وویل:"تمه ده د لازمو ملي، سیمه ییزو او نړیوالو فشارونو په راوړلو سره لارې خلاصي شي او د دغه پلاوي «طالبانو» صلاحیتونه پراخ شي او که صلاحیت نه لري نور کسان ورسره یو ځای شي تو څو هغوی صلاحیت پیدا کړي چې خبرې پيل شي تو ګام پر ګام ورسره مخته ولاړ شو."

د سولې عالي شورا د دې ترڅنګ په قطر کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکو دوو غونډو په اړه هم خوشبیني وښودل.

تېره ورځ یوې باوري سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې ټاکل شوې دغه غونډې په راتلونکې جولای میاشت کې تر سره شي.