حکمتیار افغانستان کې "ټول شمول اسلامي" حکومت غواړي

ارګ تر دې مخکې د حکمتیار ورته غوښتنې رد کړي دي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګڼ شمېر پلویانو د یوې مظاهرې په ترڅ کې له افغان حکومت څخه د استعفا غوښتنه وکړه.

د یاد حزب لخوا نن جمعه اپرېل ۲( وري ۱۳) امریکا غږ ته په استول شوې اعلامیه کې راغلي چې خلک د ولسمشر غني په مشرۍ له حکومت څخه ستړي شوي او په وینا یې د نظام د بدلون غوښتونکي دي.

د حزب اسلامي په اعلامیه کې راغلي: "زموږ مجاهد ملت د ټول شموله، په پردیو پوري د نه تړل شوي او اسلامي حکومت غوښتونکي دي."

حزب اسلامي ویلي په داسې حال کې چې سوله د خلکو اړتیا ده، خو ارګ یې د سولې په وړاندې په خنډونو جوړولو تورن کړی دی.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د وروستیو، ناامنیو، هدفي قتلونو، د علماو او سیاسي فعالانو د ترور تر شا د اوسني نظام سره تړوا لرونکو کسانو لاس دی.

حزب اسلامي په افغانستان کې د فقر او بېکارۍ د زیاتېدو مسؤلیت هم پر افغان حکومت اچولی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي تر څو چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي: "...په ارګ کې د حاکمې کړۍ د استعفا غوښتنه کوو، تر څو چې زموږ دغه مشروع غوښتنې په نظر کې نه وي نیول شوي، خپلو مشروع لاریونونو ته دوام ورکوو."

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تر دې مخکې هم ورته غوښتنې کړې وې. خو ارګ ویلي وو چې افغان حکومت د خلکو په اراده ټاکل شوی او یاد حزب څرګندونې رد کړي دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني تر دې مخکې ویلي چې موقت حکومت په هیواد کې د وینې تویدو سبب کیږي، او له انتخاباتو پرته د واک انتقال د معاملې وړ ندی.

ګلبدین حکمتیار څه موده مخکې په یوه غونډه کې د حکومت او د اسلامي حزب د موافقې د عملي کیدو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که ددې ډلې بندیان خوشې نشي د پراخو مظاهرو له لارې به ارګ محاصره کړي.

خو د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح، د ښاغلي حکمتیار دغه څرګندونې سیاسي ټوکه وګڼله.

ښاغلي صالح همداشان وویل: "اوس یې د راکټ ویشتلو له پړاو څخه خبرو ته تکامل کړی. ددغه برخې ستاینه باید وکړو. پریږدئ چې ووایي. هر څه یې چې زړه غواړي ووایي. سیاسي ټوکې نورې هم خبرسازه دي."

ګلبدین حکمتیار پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې روانه میاشت په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.