کانګرس څنګه د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو رایې تائیدوي؟

ټاکل شوې چې د متحدو ایالتونو د کانګرس په ګډه غونډه کې د ولسمشریزو ټاکنو د انتخاباتي استازو (حوزو) رایې وشمېرل شي او نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تصدیق کړي.

ټرمپ په ټاکنو کې خپلې دیموکراتې سیالۍ کاملا هریس ته ماتې ورکړه. هریس به هم، د متحدو ایالتونو د قانون په اساس، د نوي منتخب ولسمشر د تصدیقۍ په دغې غونډې کې ناسته وي.

په ټاکنو کې د انتخاباتي رایو (الیکټورل کالج) له ګټلو او نوي ولسمشر له ټاکل کېدو وروسته، کانګرس هم نوي ولسمشر تصدیق کوي او دا غونډه د امریکا د اساسي قانون له مخې کېږي او یو لړ کارونه شته چې باید انجام شي.

د کانګرس ګډې غونډې کې څه کېږي؟

د امریکا د فدرال قانون په اساس، کانګرس له ټاکنو وروسته باید د جنورۍ په شپږمه نېټه غونډه وکړي او په غونډې کې د کانګرس د هر ایالت استازي د خپلو انتخاباتي حوزو د مهر شويو رایو تصدیق پرانیزي. دا انتخاباتي رایې په یو شمېر ځانګړو صندقونو کې، چې د همدغو رایو لاره ځانګړې شوي، کانګرس ته راوړل کېږي.

په کانګرس کې د دواړو ګوندونو استازي نتایج په لوړ غږ شمېري او اعلانوي. د برحاله ولسمشر مرستیاله کاملا هریس به هم د سنا د مشرې په توګه د دغو انتخاباتي حوزو د رایو د شمېرلو په مهال په غونډه کې ناسته وي او بیا به ګټونکې اعلانوي.

د امریکا اساسي قانون له کانګرس څخه غواړي چې غونډه وکړي او د انتخاباتي حوزو رایې وشمېري. که احیانآ، د انتخاباتي‌ حوزو رایې برابرې شي، کانګرس به ولسمشر ټاکي او د کانګرس هر استازی به د یوې رایې ورکولو حق ولري. دا کار له ۱۸۰۰ میلادي کال راهېسې نه دی شوی او اوس خو ځکه امکان نه لري، چې ډونالډ ټرمپ اکثریت انتخاباتي ‌حوزې (الیکتورل کالج) ګټلې او منتخب ولسمشر شوی دی.

دا پروسه څنګه بدله شوې؟

کانګرس د ولسمشر د تصدیقۍ اصول سخت کړي او دا کار د ۲۰۲۱ کال له تاوتریخوالي وروسته چې ډونالډ ټرمپ د پروسې د ګډوډولو هڅه وکړه، وشو او په ځانګړي ډول په ۲۰۲۲ کال کې د انتخاباتي حوزو د رایو د بیا شمېرلو قانون تصویب شو، هغه وخت ولسمشر ټرمپ خپل مرستیال مایک پنس باندې فشار راوړی و چې د جمهوریت غوښتونکو د ماتې په اړه اعتراض وکړي، خو پنس دا کار ونه کړ و او خپله ماتې یې ومنله، اوس به کاملا هریس هم همدا کار کوي.

نوی قانون وضاحت ورکړی چې د ولسمشر مرستیاله/مرستیال دا صلاحیت نه لري چې د جنورۍ په شپږمه نېټه د نتایجو د پایلو په اړه تصمیم ونیسي.

کاملا هریس او مایک پینس د ولسمشرانو لومړي مرستیالان نه دي چې د ګانګرس په داسې غونډو کې د خپلې ماتې او د خپل مخالف سیاستوال بری تصدیق کوي، تر دې مخکې په ۲۰۱۷ کال جوبایډن او په ۲۰۰۱ کال ال ګور هم دا کارونه کړي وو. ال ګور مجبور شوی و، چې د دیموکراتانو ځینې رایې بې ترتیبه اعلان کړي. بایډن هم د دیموکراتو استازو ځینې انتقادونه له پامه غورځولي وو.

دا غونډه څنګه کېږي؟

د برحاله ولسمشر مرستیال/مرستیاله د الفبا په ترتیب سره د هر ایالت د انتخاباتي‌ حوزو د رایو تصدیق خلاصوي او ږدي. بیا د استازو د خونې او سنا ټاکل شوې «ویاندان» هر تصدیق په لوړ غږ سره لولي، ثبتوي او رایې شمېري. د غونډې په پای کې مشر اعلان کوي چې اکثریت رایې چا وګټلې، ګټونکی ولسمشر او مرستیال څوک دي.

که اعتراض شي، بیا به څه کېږي؟

کله چې ویاندان د هر ایالت تصدیق لولي، د هغه ایالت استازی،‌ که اعتراض ولري پاڅېږي او خپل اعتراض کوي. خو د غونډې مشر دغو اعتراضونو ته غوږ نه نیسي، مګر که اعتراض په لیکلي ډول وي‌ او د کانګرس د دواړو خونو یوه په پنځمې برخې لاسلیک کړی وي. تر دې مخکې، یوقوي اعتراض یوازې د سنا او استازو د خونې د یو یو استازي تائیدۍ ته اړتیا لرله، خو د ګانګرس غړو په ۲۰۲۲ کې دا شرایط سخت کړي.

که کوم بریالی اعتراض وشي- چې دا ځل هېڅ امکان نه لري- د کانګرس ګډه غونډه ځنډول کېږي، او د استازو خونه او سنا جلا جلا غونډه کوي چې په اعتراض غور وکړي. دواړه خونې باید په ساده اکثریت سره دا اعتراض تائید کړي.

په ۲۰۲۱ کال کې د استازو خونې او سنا د اریزونا او پنسلوانیا ایالتونو اعتراضونه او ننګونې رد کړې. په ۲۰۰۵ کال په یو اعتراض غور شوی و، هغه وخت کې د کالیفورنیا دیموکرات استازو د اوهایو ایالت په انتخباتي‌رایو باندې اعتراض کړی و او ادعا یې کړې وه، چې په رایې اچوونې کې بې نظمې شوې وه. دواړو خونو غونډه وکړه او دا ادعا یې رد کړه. دا دویم ځل چې داسې کار شوی و.

په کانګرس کې د رایو له شمېرلو وروسته څه کېږي؟

د کانګرس له لوري د رایو له تصدیق وروسته منتخب ولسمشر د کانګرس ودانۍ په لویدیځه برخه کې د جنوري په شلمه نېټه د لوړې مراسم ترسره کوي.

د کانګرس ګډه غونډه د انتخاباتي رایو په اړه د اعتراض وروستۍ مرحله وي، کاملا هریس خپله ماتې منلې او د ټرمپ په بري به اعتراض نه کوي.