تاجکستان افغانستان ته وارداتي برېښنا کمه کړه

افغانستان په عمومي ډول اوه زره میګاواټه برېښنا ته اړمن دی خو یوازې ۱۳۵۰ میګاواټه برېښنا په واک کې لري.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له تاجکستان څخه د واردېدونکې برېښنا کچه له ۳۵۰ میګاواټو نه ۴۰ میګاواټو ته کمه شوه.

د دغه شرکت ویاند وايي چې تاجکستان کې د اوبو کمښت راغلی چې له همدې امله د اوبو نه د برېښنا د تولید کچه راټیټه شوې نو ځکه یې افغانستان باندې برېښنا کمه کړه.

وحیدالله توحیدي نن یکشنبه (جولای۲۷/زمری۶) امریکا غږ ته وویل د دې تشې لپاره یې له ازبکستان نه برېښنا ډېره کړې ده.

هغه زیاته کړه: "د تاجکستان د برېښنا کمېدو سره موږ د ازبکستان نه ۴۰۰ میګاواټه برېښنا واخیسته او سیستم ته مو ورډېره کړه چې ۲۰۰ سوه یې عملًا وصل او پاتې به یې ډېر ژر افغانستان ته ولېږدول شي."

ښاغلی توحیدي وايي چې د تاجکستان د برېښنا ستونزه د اوبو ده او ښکاره نده چې څه وخت به حل شي خو دوی اوس ازبکستان ته هیله مند دي.

توحیدي وايي چې د تاجکستان د برق کمېدو له امله کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې خلک د څو ساعتونو لپاره د برېښنا نه محرومه شول خو د کورني تولید په واسطه به د نوبت پر اساس ورته وویشل شي.

افغانستان په عمومي ډول ۷۰۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو اوس مهال یوازې ۱۳۵۰ میګاواټه برېښنا په واک کې لري چې ۳۵۰ میګاواټه له کورني تولید څخه ترلاسه کیږي نوره یې له ازبکستان، تاجکستان، ایران او ترکمنستان نه واردوي.