د بخښنې سازمان: طالبانو د امن کورونه تړلي‌ او جنسیتي مجرمین یې پرېښي 

یو طالب په کابل کې له ښځینه اعتراض کوونکو سره خبرې کوي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له تسلط وروسته د هغو نجونو او ښځو لپاره ضروري خدمتونه له منځه تللي دي چې د جنسي تاوتریخوالي قرباني دي.

دغه سازمان نن دوشنبه ډسمبر شپږمه (لیندۍ۱۵) په دې اړه یو راپور خپور کړی. په راپور کې د۲۶هغو کسانو سره خبرې شوې چې د جنسي تاوتریخوالي ښکار شوي او یا له د دا ډول قضیو له قربانیانو سره مرستې کوي.

دوی ویلي‌ دي چې طالبانو د امن کورونه بند کړي او هغه کسان یې له بند څخه ازاد کړي دي چې له ښځو سره د جنسي تاوتریخوالي له کبله زنداني شوي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي د دې برخې قاضیان، مدافع وکیلان، دولتي کارکوونکي او نور اړوند کسان اوس له جدي خطر سره مخامخ دي.

د دغه سازمان منشي اګنیس کالاماروویل: «د هغوی [ښځو] د حمایت شبکې ختمې شوي او د پناه ځایونه یې ورک شوي دي.»

نوموړې ویلي دي چې طالبان باید له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د امن کورونو ته اجازه ورکړي چې بېرته پرانیستل شي او د ښځو وزارت دې هم فعاله کړي‌ چې د قرباني شویو ښځو د ساتنې خدمتونه برابر شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نومبر په ۲۶او ۲۷د تیلیفون له لارې د بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي دي چې په اسلام کې له ښځو سره تاوتریخوالی هېڅ ځای نلري‌ او دا ډول قضیې به محاکمو ته استول کیږي چې وڅېړل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي د بادغیس، بامیان، دایکندي، هرات، کابل، کندز، ننګرهار، پکتیکااوسرپلولایتونو کې یې د جنسي خشونت د قربانیانو او مرسته کووونکو سره یې مرکې کړي‌ دا راپور یې لیکلی دی.

ډیری پېښې داسې دي چې ښځې وهل شوي، ټکول شوې، جنسي تېری پرې شوی او په زوره واده کړل شوي ‌دي.‌

د طالبانو مشر ملا هبت الله څو ورځې مخکې یو فرمان خپور کړ چې په کې ویل شوي چې باید د ښځو د حقونو د ساتلو لپاره جدي‌ اقدامات وشي. د فرمان له مخې د نکاح په وخت کې د ښځو رضایت شرط دی او څوک نشي کولای چې له ښځو سره په زوره واده وکړي.

هغه د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غوښتي چې د ښځو د حقونو په اړه په لیکلي او غږیزې بڼې مقالې خپرې کړې.

د بخښنې د نړیوال سازمان په راپور کې د ښځو سره د خشونت ځینې بېلګې هم یادې شوي دي،‌ وايي یو سړي د خپلې ښځې نوکان اېستلي، په یوې بلې قضیې کې یوه ښځه دومره وهل شوې وه چې د راپور په اساس تشناب ته تللې نشوه.

یوې ښځې، چې مستعار نوم یې زینب ښودل شوی، ویلي دي‌ چې ورور او مېړه یې دښمنان دي‌ او هر وخت یې وهي ډبوي. دې ویلي دي ‌چې د طالبانو له راتګ او د امن د کورونو له بندېدو وروسته ډېرې ښځې پټې دي.

هغه وايي «د تن له جامو سره وتلې یو. بخارۍ نلرو چې ځان ګرم کړو او وږې نس ویده کیږو. که ورور مې ما او زما اولادونه وویني،‌ ټول به ووژني. زه پوهېږم چې هغه په موږ پسې ګرځي او پوهېږي‌ چې د امن کورونه تړل شوي‌دي.»

په همدې حال کې یو کس چې د جنسي خشونت له قربانیانو سره مرسته کوي ‌وايي چې د طالبانو او داعش ډلې هره ورځ هغه او کورنۍ ته یې ګواښونه کوي.