له زده کړو څخه د افغان نجونو د محرومیت درېیم کال؛ د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان دې محدودیتونه ختم کړي

د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانانو د ژوند پر ټولو برخو اغیزه کړې، چې په وحشتناک ډول به په ټولنیز، انکشافي او اقتصادي برخو کې ددغه هیواد د راتلوونکې لپاره ناسم عواقب ولري.

د بشري حقونو د څار بنسټ افغانستان کې شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د درېیم کال د پوره کیدو سره هم مهاله ویلي چې که څه هم د طالبانو له خوا په منځنۍ او ثانوي دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز په نړیواله کچه د بحثونو سبب شوی، خو حکومتونه او نړیوال سازمانونه په دې پاتې راغلي چې تراوسه ددغه بندیز د ایسته کولو لپاره یو معنی لرونکی اقدام وکړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د سه شنبې د ورځې ناوخته سپتمبر ۱۷ ( وږي ۲۷) په یو راپور کې چې ددغه سازمان د ښځو د حقونو د څانګې د څیړونکې سحر فطرت له خوا لیکل شوی ویلي چې طالبان له زده کړو نجونو په محرومولو سره په سیستماتیک ډول د ښځو پر حقونو په بریدونه کوي او په اوږده مهال کې د افغانستان پوهنې بهیر او خلکو ته زیان رسوي.

په دې راپور کې ویل شوي:" له شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې نجونې له زده کړو بندول د ښځو د ځپلو لپاره برید دی چې د افغانستان د پوهنې سیستم کې د جنسیت پر بنسټ نابرابري بنسټیزه کوي."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه په پورته د منځنۍ او ثانوي دورو ښوونځیو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.

د بشري حقونو د څار د بنسټ څیړونکې سحر فطرت په دې راپور کې ویلي چې دغه بندیز د افغانانو د ژوند پر ټولو برخو یې اغیزه کړې ده ، چې په وحشتناک ډول به په ټولنیز، انکشافي او اقتصادي برخو کې ددغه هیواد د راتلوونکې لپاره عواقب ولري.

په دې راپور کې ویل شوي چې دا زیان د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په زیاتیدو دی، چې پر نجونو د زده کړو ددغه بندیز دوام به افغانستان ته په مختلفو برخو کې زیان ورسوي او د ښځینه ډاکټرانو،نرسانو، ښځینه ښوونکو او د ژوند په مختلفو برخو کې د مسلکي ښځینه کدرونو د جدي ستونزې سره مخ کړي.

په دې راپور کې ویل شوي:" دا به د افغانستان په ټولنه کې د ښځو رول لا کمزوری کړي اود ښځو د معنی لرونکي ونډې پرته د نابرابره، جلا شوي او بې وزله ټولنې د رامنځ ته کیدو سبب شي".

د بشري حقونو د څار بنسټ د ماشومانو لپاره د ثانوي دورې زده کړو اهمیت ته په کتنې ویلي چې د طالبانو توپیري بندیز لږ ترلږه ۱.۴ میلیونه نجونې د زده کړو له خپل حق څخه محرومې کړي دي، چې دغې کړنې پر افغان نجونو باندې روحي او د یوې احساساتي وسیلې په توګه اغیزه کړې او د هغوی هیلې یې رژولي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ په دې راپور کې ویلي چې طالبانو د افغان نجونو شخصي او اکاډمیک پرمختګ کلونه ضایع کړي لکه چې دغې ډلې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلنو ترمنځ موده کې د خپلې واکمنۍ پرمهال د هغوی پنځه کلونه ضایع کړي وو، چې د طالبانو ددغې کړنې پروړاندې هغوی [طالبان] هیڅکله ځواب ویلو ته حاضر نه کړای شو.

دا بنسټ وايي چې افغان نجونو هیڅکله بیرته خپل ضایع شوي درسي کلنونه بیرته ترلاسه نه کړای شو او هغه نجونې چې نن ښوونځیو څخه بهر پاتې کیږي هغوی به هم د ژوند په اوږدو کې د نسلونو ترمنځ عواقبو سره مخ اوسي.

د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي چې طالبان باید چې سمدستي د نجونو پر ثانوي دورې خپل ځپوونکی بندیز پای ته ورسوي اوټولو نجونو ته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر کړي.

دغه بنسټ ویلي چې نړیواله ټولنه هم باید پر طالبانو باندې فشار واچوي چې سمدستي خپل بندیز ته بیا کتنه وکړي اود نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو په برخه کې خپلو تیرو ژمنو درناوی وکړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي چې افغانستان مرسته کوونکي هیوادونه او سازمانونه باید چې د هغو ټولنو څخه ملاتړ وکړي چې د نجونو د زده کړو د حق د ساتنې په لټه کې دي او په انلاین بڼه د افغان نجونو د زده کړو او د ښځو له خوا له خوا د پټو درسي نوښتونو څخه ملاتړ وکړي.

طالبانو حکومت په تیرو څه باندې دریو کلنو کېد نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو سره سره تراوسه د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو زده کړو ته اجازه نه ده ورکړې، بلکې د ښځو او نجونو پر زده کړو یې نور بندیزونه هم لګولي دي. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې په افغانستان کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

خو طالبانو ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیزونه موقتي دي. خو د تیرو دریو کلنو په تیریدو سره تراوسه ددغې ډلې حکومت د نجونو د زده کړو د بیرته پیلیدو اعلان نه دی کړي.

ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره باید چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو، مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي او د القاعد د تروریستي ډلې په ګډون د ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.