د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: بشري حقونو په اړه د طالبانو چلند کې د بدلون پرته دې ورسره اړیکې عادي نه شي


رینا امیري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۷ غونډې ته ویلي چې د افغانانو حقونو ته درناوی او د جنسیت پر بنسټ ځورونو پای ته رسول د اقتصادي پلوه د هوسا افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې ګډ هدف دی.
رینا امیري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۷ غونډې ته ویلي چې د افغانانو حقونو ته درناوی او د جنسیت پر بنسټ ځورونو پای ته رسول د اقتصادي پلوه د هوسا افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې ګډ هدف دی.

د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري له نړیوالې ټولنې غوښتي چې تر څو پورې د بشري حقونو په اړه د طالبانو په چلند کې ژور بدلون نه وی راغلی، د طالبانو سره د اړیکو د عادي کیدو څخه دې ډډه وکړي.

رینا امیري د دوشنبې د ورځې ناوخته سپټمبرنهم ( وږي ۱۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د نړیوالې ټولنې څخه دا غوښتنه یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۷ غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د بحث پر مهال کړې ده.

امیري ویلي: "د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۷مه غونډه کې ما یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې ترهغې چې د طالبانو په چلند کې یو ژور بدلون رانه شي، هغوی سره دې اړیکې نه عادي کیږي."

د دوشنبې په ورځ سپټمبر نهم ( وږۍ ۱۹) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۷مه غونډه کې ګډون کوونکو د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د افغان میرمنو او نجونو د بشري وضعیت په اړوند مسایلو خبرې او بحثونه وکړل.

دې غونډې ته افغانستان لپاره ددغې شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ په خپل راپور کې وویل چې د طالبانو د مشر له خوا د اګست په میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د توشیح وروسته په دغه هیواد کې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو پر وړاندې نور محدودیتونه هم زیات شوي دي.

بنیټ وویل: " د جون په میاشت کې شورا ته زما د راپور راهیسې طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري حقونو پر وړاندې سرغړونې لا شدیدي کړي دي."

هغه وویل په افغانستان کې د بشري حقونو اړوند بحران په تیرو دریو کلنو کې نه دی رامنځ ته شوی، بلکې د تیرو څلورونیمو لسیزو جګړو په کلنو کې دا بحران په دغه هیواد کې شتون درلود.

ریچارد بنیټ وویل د افغانستان په جګړه کې ټولې ښکیلې غاړې د بشري حقونو په سرغړونو کې مسوولیت لري او باید چې ورسره حساب وشي. هغه زیاته کړه: "په تاسف سره په افغانستان کې د نسلونو نسلونو راهیسې بخښنې دود دوام لري. همدا په دغه هیواد کې د جګړې او جبر یو اساسي علت دی".

همدې غونډې ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونوعالي کمیشنر ولکر ترک په خپله وینا کې د طالبانو نوي قوانین ناوړه او غوصه پاروونکي وبلل او ویې ویل چې دا قوانین ښځې له خپلو بشري حقونو څخه محروموي. ولکر ترک وویل چې د ښځو او نجونو په زده کړو او سوله ایزو غونډو د بندیزونو تر څنګ دا قانون نور محدودیتونه "د ښځو حقونه په جدي توګه سلب"کوي.

نوموړي وویل هغو ښځو چې د دغو قوانینو په اړه یې غبرګون ښودلی دی او غږ پورته کړی دی، له «سختو مجازاتو» سره مخامخ شوي دي.

په ژنیو کې د افغانستان د استازولۍ مشر نصیر احمد اندیشه دې غونډې ته په وینا کې د طالبانو د ځپوونکو اقداماتو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د قوي غبرګون غوښتنه وکړه.

هغه د طالبانو له خوا افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ په سفر بندیز او د امربالمعروف قانون وغانده او ویې ویل چې طالبانو ددغه قانون په پلي کیدو او ځانګړي راپور ورکوونکي باندې د سفر په بندیز سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا سره معنی لرونکې بوختیا پای ته رسولې ده.

طالبانو تراوسه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې د ورځې بحثونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ریچارد بنیټ په سفر د بندیز په اړه ویلي و، چې دهغه پر سفر یې ځکه بندیز لګولی، چې د ذبیح الله مجاهد په وینا ښاغلي بنیټ د طالبانو د حکومت پرخلاف تبلیغ کوه.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "هغه کوچني مسایل راپورته کول او د پروپاګند لپاره یې د مبالغې څخه کاراخیست". ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ریچارد بنیټ په خبرو طالبان باور نه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG