د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا سفارت: افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانیستلو لپاره له خپلې غوښتنې لاس نه اخلو


طالبانو له کله څخه چې افغانستان کې بیا واک د ترلاسه کړې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو زده کړو ته اجازه نه ده ورکړې.
طالبانو له کله څخه چې افغانستان کې بیا واک د ترلاسه کړې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو زده کړو ته اجازه نه ده ورکړې.

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سفارت چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې فعالیت کوي، له زده کړو د افغان نجونو پر محرومیدو باندې انتقاد کړی او ویلي دي چې دا سفارت به د نجونو د بندو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره له خپلې غوښتنې لاس وانخلي.

دغه سفارت د پنجشنبې په ورځ سپتمبر۱۲ ( وږي ۲۲مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي:" لکه څنګه چې په ټوله نړۍ کې زده کونکي ښوونځیو ته راستنیږي، د افغانستان په ټولګیو کې ۱.۴ ملیونه څوکۍ تشې پاتې دي - هغه څوکۍ چې د نجونو او ځوانو میرمنو لپاره ځانګړې شوې دي. متحده ایالات د هغو افغان کورنیو سره پیوستون څرګندوي چې، زده کړې د یوه حق په توګه د ټولو لپاره غواړي".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک د ترلاسه کولو وروسته د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو زده کړو ته اجازه نه ده ورکړې او له زرو ورځو څخه زیاته موده کیږي چې په دغه هیواد کې د منځنۍ او ثانوي زده کړو ښوونځي د نجونو پرمخ تړلي دي.

همداشان له ۵۰۰ ورځو څخه زیاته موده کیږي چې طالبانو ښځې او نجونې په پوهنتونونو اود لوړو زده کړو موسسو کې له زده کړو محرومې کړي دي.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې په رسمي ډول د نجونو پرزده کړو بندیز لګیدلی دی.

د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتونو سره سره دا درېیم کال دی چې په پرله پسې ډول په افغانستان کې د طالبانو د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو محدودیت لګولی دی.

افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویلي چې د امریکا متحده ایالات د یو مسلم حق په توګه د ټولو لپاره د زده کړو د امکاناتو د برابرولو څخه ملاتړ کوي.

دغه سفارت ویلي:"موږ د افغان پوهانو ملاتړ ته دوام ورکوو او هېڅکله به د ټولو زده کوونکو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانستلو له غوښتنې څخه ډډه و نکړو، ترڅو هغوی وکولاې شي چې د افغانستان لپاره روښانه راتلونکې جوړه کړي".

طالبانو په افغانستان کې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پرزده کړو محدودیت موقتي بللی او ویلي دي چې لا هم د نجونو لپاره د تعلیمي نصاب او د شریعت سره برابر د زده کړو مناسب چاپیریال د چمتو کولو هڅه کوي.

خو نجونو او ښځو د زده کړو د حقونو یو شمیر فعالان وايي چې د دریو کلنو په تیریدو طالبانو تراوسه د نجونو او ښځو د زده کړو لپاره امکانات نه دي برابر کړي.

د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د زده کړو مسله د افغانستان کورنۍ مسله ګڼي او وايي چې دې ستونزې ته په کور دننه د حل لارې د ولټولو هڅه کوي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د روان کال د اګست په ۲۵( وږي څلورمه) کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ښځو د زده کړو په اړه د طالبانو د حکومت دریځ د اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه دی او په دې اړه به هغه څه چې یو شرعي نظام یې غوښتنه کوي پریکړه وشي.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي وویل: " دا یوه حساسه مسله ده، مختلف ابعاد لري، په اړه په بیړني ډول پریکړه چې په اونیو او میاشتو کې ترسره شي ممکنه نه ده".

ندا محمد ندیم وویل چې په دې اړه د دیني عالمانو څیړنې دوام لري او که چیرې هغوی دا پریکړه وکړي چې د نجونو او ښځو زده کړې جایزې دي ورته به اجازه ورکړل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG