څېړونکو نن جمعه نومبر ۲۲ (لیندۍ دویمه) وویل چې په هند کې د پړانګانو او فیلانو په ګډون د حیواناتو د نظارت کیمرې، بې پیلوټه الوتکې او نوره تکنالوژي، د ښځو د ځورونې، ترهې او په هغوی د جاسوسۍ لپاره کارول کېږي.
په یوې پېښې کې د سیمې نارینه وو په ټولنیزو رسنیو کې په اتیزم د اخته یوې ښځې، چې خپلې جامې بدلوي، ویدیو خپره کړې. له همدې کبله د سیمې خلکو په خپلو سیمو کې نصبې شوې کیمرې ختمې کړې.
د سیمې یو اوسیدونکي څېړونکو ته ویلي دي: «زموږ د یوې کلیوالې له بد سپکاوي ورسته مو چې هره کیمره پیدا کړه، ماته مو کړه او ومو سوځوله.»
د بریتانیا د کمبرج پوهنتون محقق ترشانت سیملای په ۱۴ میاشتو کې له ۲۷۰ هغو کسانو سره مرکې کړې چې د پړانګانو د اوسېدو سیمو ته نژدې ژوند کوي.
سیملا وویل چې په دغو سیمو کې چې کومې ښځې ژوند کوي، له ډېر وخته راهېسې ورته دا سیمې د بیان ازادۍ یوه فضا ده، هغوی له مردسالارې او محافظه کارې ټولنې څخه لېرې د خسو او خاشاکو د ټولولو په مهال په خپلو منځو کې د شخصي ژوند، لکه سکس او نورو مسائیلو په اړه کېسې کوې او سګرټ څکوي.
خو د حیواناتو د حفاظت او څارنې لپاره لګول شویو کیمرو، بې پیلوټه الوتکو او غږ ثبت کوونکيو وسایلو په ځنګل کې د نارینه وو نظارت زیات کړی دی.
د بریتانوي محقق په دغې مطالعې کې، چې د کمبرج پوهنتون د پلان جوړوونې او چاپېریال ساتنې ژورنال لپاره شوې، لیدل شوي چې په څو پېښو کې بې پیلوټه الوتکې ښځو ته نژدې الوځول شوې او هغوی یې مجبورې کړې چې خپل خس او خاشاک وغورځوي او له کیمرو پناه سیمو ته ولاړې شي.
په دغې مطالعې کې د یوې کلیوالې له خولې ویل شوي: «نه شو کولای چې د کیمرو په مخ کې وګرځو او لمنې مو تر زنګنو پورته وي او کینو. ویرېږو چې تصویرونه مو وانه خیستل شي او یا په تېروتنې سره ثبت نه شي.»
د ځنګل رینجر ځواکونو تحقیق کوونکو ته ویلي دي کله چې کیمرې ښځې او نارینه «د عشق بازۍ» په حال کې ثبتوي، موږ پرې ژر پولیس خبروو.
د کیمرو څخه د ځان ساتنې لپاره ښځې اوس بیخي د ځنګلونو منځ کې هغو ځایونو ته، چې ډېر پړانګان په کې ژوند کوي، ننوځي. هغو ښځو چې د حیواناتو د مخنیوي لپاره یې سندرې زمزمه کولې، اوس دا سندرې کمې وايي.
سیملای وویل چې یوه ښځه چې د کیمرو څخه یې د ځان پټولو په خاطر د ځنګل نابلدو سیمو ته تللې وه، پړانګانو ووژله.
خو یوه بله ښځه له دغو کیمرو څخه په خپله ګټه کار اخلي. هغه وايي هر کله یې چې مېړه وهي او ډبوي، د کیمرو مخې ته ځان رسوي او میړه یې بیا ورپسې نه ورځي.
سیملای تاکید کوي چې په مجموع کې دا «تکنالوژي ډېره ښه ده» او د چاپيریال ساتنې هڅې بدلوي، خو وايي چې د دغې تکنالوژۍ د کارونې، د مقاماتو د نظارت د لا شفافیت او کارکوونکو ته د حساس تعلیم لپاره باید د سیمې د خلکو سره لا ډېرې مشورې وشي.