د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې ډاکټرانو د طب په یوې محصلې د جنسي تېري او وژنې له کبله اعتراض پيل کړی


هندي ډاکټران په خپل کاري چاپيریال کې لا خوندیتوب غواړي
هندي ډاکټران په خپل کاري چاپيریال کې لا خوندیتوب غواړي

په هند کې ډاکټرانو دوشنبه اګست ۱۲ (زمری۲۲) په یوې محصلې د جنسي تېري او د هغې د وژلو په اعتراض کې کاربندیز کړی او له عاجلو درملنو پرته یې نور کارونه بند کړي دي.

دغه ۲۸ کلنه ښځه د طب پوهنځي محصله وه او د غربي بنګال روغتون ته یې جسد په داسې وضعیت کې انتقال شو چې د خشونت نښې ورباندې وې.

د عدلي طب معایناتو ښودلې ده چې په هغې باندې جنسي تېری شوی او بیا وژل شوې ده. سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړی دی چې پولیسو پدې قضیې کې هغه کس نیولی دی، چې په روغتون کې د ناروغانو لیکې برابرولې. وژل شوې نجلۍ په همدغه روغتون کې په عملي کار بوخت وه.

هندي ډاکټرانو لومړی په کولکتې کې مظاهره پيل کړه او بیا د هند نورو ښارونو ته هم وغځېده. اعتراض کوونکي له حکومت څخه غواړي چې د کاري چاپېریال امنیت لا ښه او عدالت تامین شي.

په هند کې په ښځو باندې جنسي تېری په یوې لویې ستونزې بدل شوی دی. پدې هیاد کې چې ۱.۴ میلیارد نفوس لري، د راپورونو په اساس په ۲۰۲۲ کال کې په اوسط ډول هره ورځ په ۹۰ نجونو او ښځو باندې جنسي تېري شوي وو.

ډاکټران وايي چې په خپل کاري چاپېریال کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او په ځانګړي ډول هغه وخت چې د ناروغانو کورنیو ته د ناروغ د صحت په اړه کوم بد خبر ولري.

د ډاکټرانو د ټولنې غړي سروېش پاندي وویل: «باید په روغتونونو کې امنیتي تدابېر لا زیات شي او امنیتي کامرې ولګول شي.»

نوموړي وویل چې معترض ډاکټران غواړي چې د صحي کارکوونکو د ساتنې لپاره دې مشخص قانون جوړ شي.

د هند د طبي ټولنې د یوې نظر پوښتنې په اساس، په دغه هېواد کې ۷۵ سلنه ډاکټران له یو ډول نه یو ډول خشونت سره مخامخ دي.

ددې مطلب لپاره د فرانس پرس او هندوستان ټایمز له معلوماتو څخه کار اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG