د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې څلور تنه پر یوې نجلۍ د جنسي تیري په تور اعدام شول


په هند کې ډېرو خلکو مظاهرې وکړې او د جنسي تیري کوونکو اعدام یې غوښته
په هند کې ډېرو خلکو مظاهرې وکړې او د جنسي تیري کوونکو اعدام یې غوښته

د هند حکومت د جمعې په ورځ (مارچ۲۰) څلور تنه پر یوې نجلۍ د جنسي تېري او د هغې د قتل په تور اعدام کړل.

د دغو کسانو له اعدام وروسته د وژل شوې نجلۍ مور آشا دیوي وویل چې اوس یې د لور روح ارام شو.

شاوخوا اوه کاله مخکې پنځو کسانو د هند په نوي ډیلي کې پر یوې ۲۳ کلنې نجلۍ جیوتي سنګ جنسي تیری وکړ. دغې پېښې په هند کې او د هند څخه د باندې ډېر خلک په غوصه او قهر کړي ‌وو.

د هند عالي محکمې په ۲۰۱۲ دا ډله ایز جنسي تیری "ظالمانه، وحشي او تر ټولو کرغېړن" وباله او ویې ویل چې له ښځو سره د زور زیاتي مخنیوي ته باید ډېر پام وشي.

پر جیتوي سنګ پنځو کسانو په یو بس کې دننه جنسي تېری کړی و او بیا یې په یوې وسپنې شکنجه کړې او ربړولې وه.

جنسي تېري کوونکو له پېښې وروسته جیوتي سنګ د سړک په غاړه غورځولې وه او هغه بیا دوې اونۍ وروسته د خپلو ټپونو له کبله په روغتون کې مړه شوه.

پر جیوتي سنګ تېري کوونکو څو وارې له محکمې وغوښتل چې پر هغوی دې سزا کمه کړي، خو محکمې د هغوی غوښتې ونه منلې.

د تېري کوونکو په منځ کې یو ۱۸ کلن ځوان و چې له درې کال بند وروسته آزاد شو.

په ۲۰۱۸ یوازې د هند په نوي ډیلي کې د جنسي تېري څه باندې ۲۰۰۰ پېښې ثبتې شوې دي او په ټول هند کې په دغه کال کې د جنسي تېریو شاوخوا ۳۳زره پېښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG