د بلاروس-پولنډ په پوله پناه غوښتونکي بد وضعیت سره مخامخ دي

تصویر: ارشیف

په سلګونو پناه غوښتونکي د بلا روس او پولنډ په سرحد کې په سخت ژمي‌ او یخې هوا کې راټول شوي‌ او هڅه کوي چې د لګول شویو اغزنو تارونو څخه تېر شي‌ او د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

پناه غوښتونکو د لرګیو، بیلچو او نورو وسائیلو په مرسته غوښتل چې دا خنډونه لېرې کړي، خو د پولنډ سرحدي‌ ځواکونو پرېنښودل. چارواکو له دغې پېښې وروسته وویل چې نورو شخړو ته ځانونه اماده کوي.

پناه غوښتونکو د پولنډ د حکومت دا اقدامات غندلي او په دغه هېواد باندې یې د نورو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.

د پولنډ چاروکي ‌وايي چې تر دې دمه د اوو پناه غوښتونکو مړي موندل شوي او په بلاروس کې هم د یو شمېر کسانو د مړینې خبرونه ورکړل شوي دي. لا معلومه نه ده چې دا خلک څنګه مړه شوي‌ دي.

په دې وروستیو میاشتو کې زرګونه کډوالو، چې افغانان، د منځني‌ ختیځ او افریقا وګړي په کې دي، د بلاروس په لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسولي. ډېر یې د پولنډ او لتوانیا له لارې اوښتي دي. یو شمېر نور یې هڅه کوي د بلاروس له لارې واوړي.

اروپايي‌ هېوادونه د بلاروس ولسمشر لوکاشینکو تورنوي‌ چې د بشري حقونو د سرغړونې له کبله پرې د لګول شویو بندیزونو د غچ اخیستلو لپاره پناه غوښتونکي پرېږدي چې له خاورې یې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ځانونه ورسوي.‌

د پولنډ ولسمشر اندري ‌دودا په وارسا کې په یو کنفرانس کې وویل: « د بلاروس رژیم په بیساري ډول د پولنډ په سرحد او اروپايي ټولنې برید کوي.»

پولنډ همدغه راز په خپلو سرحدونو کې د زرګونو کډوالو د راټولېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په خپرو شویو ویدیو ګانو کې ښودل کیږي چې د پولنډ په سرحد کې زرګونه کډوال راټول شوي او ځینې یې د پولیسو خبرداري ته هم پام نکوي‌ او هڅه کوي چې په اغزنو تارونو ورتېر شي.

ځينې راپورونه وايي چې د پولنډ حکومت له بلاروس سره په سرحد کې شاوخوا ۱۲زره سرتېري ځای په ځای کړي‌ دي.

د مرستو رسولو ځینې ادارې د پولنډ حکومت تورنوي چې پناه غوښتونکو ته ځای نه ورکوي او بېرته یې بلاروس ته شړي،‌ خو پولنډ دا تورونه رد کړي ‌دي.‌

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له هېوادونو غوښتي‌ چې د اسیپ پذیره خلکو څخه سیاسي استفاده ونکړي.

د اروپايي ټولنې هېوادونو بیا تر ډېرې اندازې د بلاروس په چارواکو باندې د ویزو محدودیتونه لګولي دي.

بلاروس په ختیځ کې له روسیې، په جنوب کې له اوکراین، په شمال او لویدیځ کې له لتونایا، لتونیو او پولنډ سره سرحدونه لري.