عمران خان: افغانستان کې سوله د پاکستان او ایران په ګټه ده

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، په افغانستان کې د سولې او ثابت ټینګښت د پاکستان او ایران په ګټه هم دی.

د ایران تسنیم دولتي اژانس د راپور له‌مخې عمران دغه څرګندونې نن دوشنبه په ایران کې د دغه هېواد د ولسمشر حسن روحاني سره د لیدنې پر مهال کړي دي.

نوموړي ډاډ ښودلی چې پاکستان د افغانستان د ستونزې د سیاسي هواري په برخه کې له ایران سره همکارۍ ته چمتو دی.

خان همدارنګه ویلي، چې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو له امله په پاکستان کې څلور میلیونه او په ایران کې هم دری میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې د نوموړي په خبره په افغانستان کې سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د سولې په رامنځته کېدو سره به د دواړو هېوادونو سوداګري وده وکړي.

د تسنیم اژانس د راپور له‌مخې دواړو لورو په نننۍ غونډه کې په افغانستان کې د یو سیاسي هواري رامنځته کېدو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

عمران خان له تروریزم سره د مبارزې، د پولو ساتنې او دوه اړخیزو اړیکو پر سر د بحث لپاره په دوه ورځني سفر ایران ته تللی دی.

د پاکستان د صدراعظم سره په یو گډ خبري کنفرانس کې د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وویل چې ایران او پاکستان به د چټک غبرگون یو گډه قوه جوړه کړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ه گډه پوله د یاغیانو د فعالیت پر ضد عمل وکړي.​

ښاغلي روحاني وویل چې عمران خان ورته ویلي چې پاکستان په هیڅ جنگي ایتلاف کې گډون نلري. ښاغلي روحاني د "جنگي ایتلاف" په هکله توضیحات ورنکړل، خو په پوځي او امنیتي برخو کې د سعودي عربستان سره د پاکستان همکاري اوږد تاریخ لري.

د "پاکستان او خلیج د څیړنو د مرکز" د شمیرو له مخې ١،٥ میلیونه پاکستانیان په سعودي عربستان کې په مختلفو اقتصادي، پوځي، امنیتي او انتظامي برخو کې کار کوي.

پر همدې مهال د نړیوالو چارو افغان کارپوهان وايي، ایران او پاکستان په افغانستان کې داسې سوله غواړي چې د دغه دواړو هېوادونو په ګته وي.

د دغه کارپوهانو له ډلې انتظار خادم امریکا غږ ته وویل، په داسې حال کې چې د افغان سولې په اړه د امریکا هڅې زیاتې شوي، نو دغه دواړه هېوادونه هم شرایطو ته په کتو هڅه کوي چې د افغان سولې بهیر سره د همکارۍ په برخه کې د ناټو له غړو هېوادونو او امریکا څخه باج واخلي.

هغه وویل:"دوی هېڅ کله په افغانستان کې د داسې سولې او ثبات غوښتونکي نه دي چې د دوی ګټې پکې نغښتې نه وي، که څه هم حالات بدل شوي دي، خو دا چې اوس حالات بدل دي دا مسئلې حتمي ده."

نوموړي زیاته کړه چې ایران او پاکستان غواړي په افغان سوله کې داسې یو رول تر سره کړي چې دوی پکې څنډې ته نشي او ګټې خوندي شي.