په افغانستان کې د طالبانو حکومت شنبه ډسمبر ۲۸ ( مرغومي اتمه) په تازه فرمان کې د نویو کورونو جوړونکو څخه غوښتي چې د ګاونډي د کور په لور باید داسې کړکۍ جوړې نه کړي چې انګړ، کوهي، پخلنځی او داسې نور ځایونه چې "عمدتاً او عرفاً ښځې په کې ناسته ولاړه لري" ترې ښکاره شي.
د طالبانو په فرمان کې چې د ارګ په رسمي اکس پاڼې کې خپور شوی همدرانګه راغلي که یو څوک غواړي د ګاونډي په لور کړکۍ پریږدي او یا له پخوا په کور کې دا ډول کړکۍ شتون ولري، " مکلف دی چې په کړکۍ کې د انسان د قد په اندازه د دیوال په پورته کولو او یا په بلې وسیلې سره له همسایه څخه ضرر دفعه کړي".
په فرمان کې ښاروالیو او اړوندو ادارو ته دنده ورکړل شوې چې د ودانیو جوړولو چارې وڅاري او په کورونو کې د هغو کړکیو ایښودلو مخنیوی وکړي چې د دې فرمان له حکمونو سره په ټکر کې وي.
لا معلومه نده چې د طالبانو حکومت د کورونو او په ځانګړې توګه په کورونو کې د میرمنو د "ښکاره کیدو د مخنیوي" لپاره دا تازه فرمان ولې صادر کړی خو په تیرو څه باندې دریو کالونو کې چې دا ډله د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واکمنه شوې، د افغان نجونو او میرمنو د حقونو محدودولو لپاره یې ګڼ شمیر فرامین صادر کړي چې نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانانو غندلي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوه ورځې وړاندې په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د طالبانو په پالیسیو او کړنو ژوره اندیښنه څرګنده کړې چې بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ته د افغان میرمنو او نجونو لاسرسی محدودوي.
د امنیت شورا غړیو په اعلامیې کې ټینګار شوی چې د افغانستان اینده او اودږمهال پرمختګ لپاره افغان میرمنو او نجونو ته باید د "بشپړ، برابر، معنی لرونکي او خوندي" سهم ورکولو ډاډ ورکړل شي.
په اعلامیې کې همدارنګه د طالبانو څخه غوښتل شوي چې په خصوصي او دولتي طبي انسټیټیوټونو کې د افغان میرمنو او نجونو په تعلیم د تازه بندیز تر څنګ دې په "چټکه توګه" د میرمنو او نجونو په هکله خپلې پالیسۍ بدلې کړي.
تر دې وړاندې د متحده ایالاتو په ګډون د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو او نړیوالې ټولنې د استازو په ګډې اعلامیې کې په طبي انسټیټیټونو کې د افغان میرمنو او نجونو په زده کړو باندې د طالبانو په بندیز جدي اندیښنه ښودل شوې.
په اعلامیې کې پدې هم ټینګار شوی چې افغانستان باید وکړی شي په نړیواله کچه خپل مسؤلیتونه پر ځای کاندي.
د ځانګړو استازو په ګډې اعلامیې کې همدارنګه یادونه شوې چې په افغانستان کې د اوږدمهالي ثبات لپاره باید "اعتباري او ټول شموله ملي خبرې اترې وشي" تر څو د داسې اساسي قانون او سیاسي نظم پیدا کیدو سبب شي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شوې وي، سیاسي مشران یې حساب ورکوونکي وي او د افغانستان دولت خپل نړیوال مسؤلیتونه پر ځای کړی شي.
د طالبانو حکومت د روانې ډسمبر میاشتې په پیل کې په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو زده کوونکو په شمولیت او درسونو بندیزولګاوه . په دغو انستیتیوتونو کې به نجونو د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په برخو کې زده کړې کولې.