هند په پاکستان کې د 'جیش محمد' ډلې اډه بمبارد کړه

د هند د بهرنیو چارو وزارت سکرټر ویجي ګوکلي نن سې شنبه د «کب پر ۷مه»په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هندي‌ الوتکو د کشمیر په بالاکوټ سیمه کې د جېش محمد تروریستي ډلې پر مرکز هوايي بریدونه کړي دي.

هند ویلي چې دا په سیمه کې د هند پر ضد د ځانمرګو بریدونو تر سره کوونکو کسانو د روزنې یو لوی مرکز و چې د تېرې شپې په بریدونو کې د دغه ډلې تر ۳۰۰ پوري غړي وژل شوي دي.

ښاغلي گوکلي ویلي چې د دغه مرکز مشري د جېش محمد ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر اخښي مولانا یوسف اظهر چې په استاد غوري هم مشهور دی کوله.

ښاغلي ګوکلي زیاته کړه چې د دغه مرکز په نښه کول ځکه اړین و چې یادو وسله والو یو ځل په هند کې د بریدونو پلان درلود او پاکستان یې په وړاندې هېڅ اقدام نه و کړی.

  • د پاکستان غبرګون

د پاکستان صدراعظم عمران خان د هند د سه شنبې د ورځې د هوایي برید په غبرگون کې د خپل هیواد د ملي امنیت د کمیټې بېړنۍ غونډه جوړه کړه. پاکستان ویلي چې د هند ددغه برید ځوابه به ورکړي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سزره ویلي "...د هند دغه اقدام چې د هغه هیواد د انتخاباتو په درشل کې تر ډیره داخلي مسایلو لپاره دی، د سیمې سوله او ثبات له جدي گواښ سره مخامخ کوي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هند برید ته په غبرګون کې ویلي چې هېواد یې د هند له دې اقدام نه وروسته د ځان د دفاع لپاره د ځوابي ګام پورته کولو حق لري.​

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پر خپل ټوېټر لیکلي چې تېره شپه هندي‌ الوتکو له ګډې پولې څخه سرغړونه کړې او غوښتل یې د مظفر اباد له لارې د پاکستان خاورې ته ننوزي چې پاکستانۍ الوتکو یې مخه نیولې ده.

غفور ادعا کړې چې پاکستاني الوتکو هندي الوتکې په شا تګ ته مجبوره کړي، خو د تګ پر مهال یې په بالاکوټ سیمې تر څنګ برید کړی، خو چا ته یې زیان نه دی رسولی.

غفور پر خپل ټوېټر پاڼه د هغه برید عکسونه هم خپاره کړې چې ادعا کړې هندي الوتکو کړی دی.

نړیوال غبرگونونه

اروپايي اتحادیې په یوه اعلامیه کې پر پاکستان او هند غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي.

د پاکستان نژدې متحد چین د اسلام آباد او نوي ډهلي نه د زغم هیله کړې چې د پراخ کړکیچ مخنیوی وشي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانگ خبریالانو ته وویل چې دا "په جنوبي اسیا کې د سولې او ثبات لپاره گټوره ده چې دواړه خواوی ښه اړیکې او ښه اړیکې ولري".

چین دا هم ویلي چې د ترهگرۍ سره مبارزه "یوه نړیواله موضوع او نړیوال چلنج دی. دا د هیوادونو ترمنځ همکارۍ ته اړتیا لري".