د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ دوه افسران په جاسوسۍ تورن شول


پاکستاني مقاماتو اعلان کړی دی چې د پاکستان د پوځ دوه لوړپوړي منصبداران د جاسوسۍ په تور محاکمه کیږي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور، په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ددغو دوو منصبدارانو د محاکمې امر د پاکستان د لوی درستیز له مقام نه صادر شوی دی.

ددغو منصبدارانو نومونه او رتبه نده ذکر شوی او همداشان پاکستاني مقاماتو ندي ویلي چې دغه دواړه کوم هیواد ته په جاسوسۍ تورن شوي دي.

خو د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې ددغو کسانو پر وړاندې د جاسوسۍ تور په ځانگړو پیښو پورې مربوط دی.

دغه پیښه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د وروستۍ مرگونې بمي پیښې وروسته د هند او پاکستان ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو په نتیجه کې رامنځ ته شوی ده.

هند پاکستان ددغه برید په کولو تورن کړی او خبرداری یې ورکړی چې د پاکستان نه به ددې حملې غچ واخلي. د پاکستان پوځ همدرانګه د نظامي استخباراتو د پخواني مشر ډګر جنرال اسد دراني د تقاعد امتیازات بند کړي.

درانی چې د ۱۹۹۰ نه تر ۱۹۹۲ پورې د آی ایس آی مشر و ، د هند د استخباراتو د پخواني مشر سره په ګډه یو کتاب لیکلی و. د پاکستان پوځ وایي چې په کتاب کې داسې موضوعات ذکر شوي چې د نظامي اصولو نه سرغړاونه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG