په هند کې د روغتیا کارکوونکي: له مظاهرو څخه لاس نه اخلو

معترضین وايي تر څو پورې یې چې غوښتنې منل شوې نه وي، اعتراض به کوي

په هند کې زرګونو ډاکټرانو او د روغتیا د برخې کار کوونکو د دوشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمری۲۹) وویل چې خپل اعتراضونه به روان ساتي‌ او لاس ترې نه اخلي.

دوی د طب په یوې محصلې د جنسي تېري او د هغې د وژلو په ضد اعتراض پيل کړی دی.

اعتراض کوونکي د خپل کاري چاپېریال خوندیتوب او د وژل شوې محصلې د قضیې په اړه عاجل تحقیقات غواړي. ډاکټرانو په ټول هند کې، د عاجلو ناروغانو له درملنې پرته، په روغتونونو کې خپل کارونه بند کړي.

د اګست په نهمه نیټه په کولکتې کې په یو روغتون کې د طب په یوې محصلې، چې د ستاژ دوره کې وه، جنسی تېری شوی او بیا وژل شوې ده.

د روغتون یو ساتونکی د دغې پېښې په تور نیول شوی.

په هند کې د ښځو د حقونو فعالان وايي چې دې پېښې یو ځل بیا وښوده چې په دغه هېواد کې ښځې د زور زیاتي او جنسي تیریو قربانیانې دي.

د هند حکومت له ډاکټرانو څخه غوښتي دي‌ چې خپلو دندو ته بېرته ور وګرځي او یوه کمېټه یې ټاکلې ده چې د روغتیا د برخې کارکوونکو د حفاظت لپاره لازم تدابیر وازوي او په دې اړه خپله طرحه حکومت ته وسپاري.

د معترضو ډاکټرانو ویند ار جي کر ویلي دي چې تر څو پورې یې چې غوښتنې منل شوې نه وي، مظاهرې به روانې ساتي.

د هند په لویدیځ بنګال کې د فوټبال د وو کلبونو هم د ډاکټرانو سره پیوستون ښودلی او تېره ماښام یې مظاهره وکړه. دوی د «عدالت غواړو» شعار ورکاوه.