هندي پولیسو په سلگونو کشمیري فعالین نیولي

د هند تر ولکې لاندې جمو کشمیر

هندي مقاماتو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د شنبې په ورځ (فبرورۍ ٢٣) لږ تر لږه ٢٠٠ کشمیري فعالین نیولي دي چې پر دې سیمه د هند د واکمنۍ پای رسیدل غواړي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې فعالین پداسې حال کې ځپل کیږي چې د کشمیر په پلوامه سیمه کې په یو خونړي ځانمرګي برید کې د ۴۱ نیمه پوځي هندي سرتیرو د وژل کیدو وروسته د هند او پاکستان اړیکې خورا کړکیچنې شوې دي.

هند سمدستي د پاکستان استخبارتي اداره "ای.اس. اي" پدغه برید کې په لاس لرلو تورنه کړه او د غچ اخیستلو گواښ وکړ. خو پاکستان ویلي چې هند دې د خپلو ادعاو په اړه کره شواهد وړاندې کړي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د نیول شویو فعالینو په منځ کې د جماعت اسلامي سیاسي مذهبي ډلې مشر عبدالحمید فیاض او محمد یاسین مالک چې د جمو - کشمیر د ازادۍ د جبهې مشر دی شامل دي.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته په یو لیک کې د هند گواښونو ته ددې سازمان پاملرنه اړولې ده.

ښاغلي قریشي د جمعې په ورځ د امنیت شورا ته په لیک کې خبرداری ورکړ چې د هند له خوا د پاکستان په ضد د زور نه د کار اخیستلو د گواښونو په وجه په سیمه کې امنیتي وضعیت په خرابیدو دی.

د اسوشیتید پرس اژانس په وینا د ١٩٨٩ کال راهیسې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یاغیان د هند پر ضد جگړه کوي. تر اوسه ددې سیمې په تاوتریخوالیو او پاڅونونو کې شاوخوا ٧٠ زره کسان وژل شوي دي.