قریشي: هند پر پاکستان د بل برید پلان لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هندوستان پر پاکستان د یو بل برید پر پلان کار کوي.

ښاغلي قریشي د یکشنبې په ورځ په ملتان کې د یو خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې ګاونډی هېواد هند یې د روانې اپرېل میاشتې د ۱۶مې او۲۰مې نېټې ترمنځ د پاکستان په خاوره کې دا ډول یو برید پلان کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه برید د پلان په اړه د پاکستان حکومت مخکې اطلاعات تر لاسه کړي او وايي، له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې اړه د هندوستان سرغړونو ته پاملرنه وکړي.

قریشي ویلي:"دا برید د اپرېل میاشتې له ۱۶مې تر ۲۰مې نېټې امکان لري، که خدای مه کړه داسي کېږي،تاسو دا ویلی شئ چې دا به د دې سیمي پر امنیت څه ډول اغېز وکړي."

قریشي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د دغه هېواد صدراعظم عمران خان هم څه موده مخکې له یوې بریتانوۍ ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي و چې پر پاکستان د هند د بل برید ګواښ لا هم موجود دی.

ښاغلي قریشي ونه ویل چې هند به په دغه پلان شوي برید کې د پاکستان کومې سیمې یا کوم اهداف په نښه کړي.

که څه هم هندي چارواکو تر دامهاله د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ویلي و چې هند ته متوجه ګواښ که په هره سیمه کې وي هلته به یې په نښه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۶مه نېټه هندي الوتکو د پاکستان خاورې دننه بالاکوټ سیمه کې د جېش محمد په نوم وسله والې ډلې پر یو مرکز هوايي بریدونه وکړل.

هند ویلي و چې دغه برید یې په پلوامه کې د هندي پوځ پر ګاډو د جېش محمد ډلې د خونړي ځانمرګي برید په غبرګون کې چې ۴۱ تنه یې ووژل کړی دی.

د پلوامه د برید مسؤلیت په پاکستان کې مېشتې جېش محمد ډلې په غاړه اخیستی و.

پر بالاکوټ د هندي الوتکو تر برید یوه ورځ وروسته پاکستان هم د هند تر کنټرول لاندې کشمېر کې د هند پوځي اهداف په نښه کړل.

تر هغه وروسته د پاکستان حکومت د هغو دوو هندۍ الوتکو د راغورځولو خبر هم ورکړ چې د پاکستان خاورې ته داخلې شوي وې. پاکستان د یادو الوتکو تر راغوځولو وروسته یو هندی پیلوټ هم ونیوی چې څو ورځې وروسته یې د ښه نیت په نوم بېرته هند ته وسپاره.

د پلوامه تر ځانمرګي برید وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلې شوې او تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو سرحدي پولیسو پر سرحدي کرښه څو ځله نښتې هم کړي دي.

تر هغه وروسته امریکا، چین او اروپايي ټولنې پر دواړو هېوادونو غږ وکړ چې پخپلو کې له نور تاتریخوالې څخه ډډه وکړي.