جګړو سږ کال ۳۷۵ زره افغانان بې‌ځایه کړي ـ اوچا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل څخه تر روانې اونۍ پورې ۳۷۵ زره او اته سوه افغانان د جګړو له امله له خپلو مېنو نورو سیمو ته کډه کیدو ته اړ شوي دي.

"اوچا" په دغه راپور کې، چې د سې شنبې په ورځ (لیندۍ ۵مه) یې خپور کړی ویلي، چې د جګړو د دوام له امله اکثره دغه بې‌ځایه شوي کډوال خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د دې سربیره د هغو ۲۵۴ زرو بې‌ځایه شوو کډوالو، چې د وچکالۍ له امله په تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې خپلو سیمو پریښودلو ته اړ شوي وو، ۷۵ زره یې بېرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي او لا هم د هرات په ولایت کې اوسیږي.

د "اوچا" د دغه راپور له مخې سږکال د افغانستان د دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه هم تراوسه څه باندې څلور سوه زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د "اوچا" د راپور له مخې "په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې درې سوه زره او ۵۰۰ افغان کډوال له ایران او ۲۲ زره او ۹۰۰ نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه راپور له مخې"له ترکیې څخه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر هم مخ په زیاتیدو دی، او په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۲۲ زره او ۷۲۳ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي او همداشان یو کم شمیر افغان کډوال له اروپايي هیوادونو څخه هم افغانستان ته ستانه شوي دي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د راپور له مخې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې شااوخوا د یو میلیون پورې په حرکت کې افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې له بهرنیو هیوادونو څخه ۴۴۴ زرو څخه زیات افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دغه شمیر کې د ترکیې، تاجکستان او ازبکستان څخه ستانه شوي ۲۷ زره افغان کډوال هم شامل دي.