ای او ایم: له افغانستان څخه په يوه اونۍ کې څه باندې ۷۲زره کسان وتلي

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې زياتره افغانان د اقتصادي ستونزو، روغتيايي لاملونو او د کورنیو د غړیو د لیدلو لپاره پاکستان او ايران ته تګ راتګ کوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي چې له افغانستان څخه په يوه اونۍ کې ۷۲ زره او ۶۲۴ کسان ددغه هیواد ګاونډیو هیوادونو ته وتلي دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ سپتمبر دویمه (وږي ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼې په یو خپورکړي راپور کې ویلي چې دا کسان د اګست له ۱۸مې څخه د اګست تر ۲۴مې له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته تللي دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې په همدې موده کې۶۴ زره او ۹۵۰ افغان کډوال له پاکستان او ايران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ای او ام زياتوي چې له ايران او پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل او ورتګ دواړه هممهاله دوام لري.

دغه سازمان پر خپله وېبپاڼه د هرې مياشتې تفصيل ورکړی او زياته کړې يې ده چې يوازې د سږ کال په جولای مياشت کې له افغانستان څخه ۱۳۲ زره او ۴۰۳ کسان پاکستان ته او۱۲۶ او ۸۳۵ کسان ايران ته تللي دي.

بل پلودغه سازمان ویلي چې په همدغه مياشت کې ۱۳۳ زره او ۴۳ افغان کډوال له پاکستان څخه او۱۸۱ زره او ۹۵۲ افغان کډوال له ايران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان زیاتوي، زياتره افغانان د اقتصادي او روغتيايي لاملونو او د کورنیو د غړیو د لیدلو لپاره پاکستان او ايران ته تللي دي.

بل خوا له دغو دوو هېوادونو څخه افغان کډوال په زور يا د يو پروګرام له لارې افغانستان ته ستنول کېږي.

د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې اوس مهال ۴.۵ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسناد، اوږدمهاله ویزو او د قانوني اسنادو پرته په ایران کې اوسیږي. همداشان ملګرو ملتونو ویلي چې له دریو میلیونو څخه زیات افغان کډوال په پاکستان کې د کډوالۍ په قانوني اسنادو او د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

ایران او پاکستان حکومتي چارواکو ویلي چې له خپلو هیوادونو څخه به د قانوني اسنادو نلرونکي ګډوال خپلو هیوادونو ته ستانه کړي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمان راشید ددغه وزارت د نورو چارواکو سره د اګست په ۱۱ ( زمري ۲۱) کابل کې خبریالانو ته وویل چې د جګړو او یو لړ نورو عواملو له امله بهر کې د میلیونو میشتو افغانانو ترڅنګ درې میلیونه افغانان دننه په افغانستان کې د خپلو مینو او سیمو هم بې ځایه شوي دي.

هغه وویل: " د یادولو ده چې اوس مهال اوه میلیونه کډوال په بهرنیو هیوادونواو په هیواد کې درې میلیونه په کوردننه بې ځایه شوي کسان لرو".

ددغه وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس محمودالحق احدي خبریالانو ته وویل چې له بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر دوام لري او د تیر یو کال په اوږدو کې یو میلیون او ۸۱۷ زره افغانستان د ایران او پاکستان په ګډون د څو بهرنیو هیوادونو څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

هغه وویل چې په تیر کال کې د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په دې توانیدلی دی چې تقریبآ ۱۸ لکه او ۷۰ زره تنو کډوالو ته د ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان، ایران او همدارنګه د یو شمیر نورو هیوادونو څخه خپل وطن ته ښه راغلاست ووايي او خپلو سیمو ته په ستنولو کې ورسره مرسته وکړي.

هغه وویل چې ددغه شمیر ۷۸۸ زرو او ۸۲۱ ستنو شویو کډوالو سره د نغدو مرستو په ګډون مرستې شوي دي.