تهران: د افغانانو د ډوبیدو خبر غلط او د ایران ضد د امریکا توطیه ده

د قربانیانو کورنیو د دغې پېښې د عاملینو محکمه غواړي

د ایران د انتظامي ځواکونو یو لوړ پوړي چارواکي ویلي دي چې د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري په اوبو کې د افغان کډوالو د غرقولو ادعا د ایران په ضد یوه نړیواله او په خاص ډول د امریکا دسیسه ده.

ایراني رسنیو د ایران د پوځي مشر قاسم رضايي د خولې د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۹ (غوايي۲۹) راپور ورکړ چې "نړیوال استکبار" دا مسئله د افغانانو ذهن ته اچولې ده.

ښاغلي رضايي ویلي دي: " کله چې د ځینو کسانو د غرقېدو خبره پیدا شوه، له ځنډ پرته د سرحدي ځواکونو سره تماس ونیول شو، ارزونې مو وکړې او داسې کومه مسئله نه وه او نه هم ایراني‌ سرحدي ځواکونه داسې کومه روحیه لري. "

نوموړي ‌وویل چې دا مسئله یوه فتنه ده او د افغانستان خلک هم په دې باور نه دي‌ چې دا کار دې شوی وي.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي ‌چې د دغه هېواد سرحدي ځواکونه موظف دي‌ چې هغه هېواد ته د قاچاقبرو او ترهګرو دننوتلو مخه ونیسي.

ښاغلي رضايي په یو خبري کنفرانس وویل: "د افغانستان دولت ته په احترام، موږ په خپل هېواد کې د میلیونونو کډوالو کوربانه وو، غواړو چې دا کډوال د قانوني لارو څخه ایران ته تګ راتګ وکړي. خو د نشه یي توکو قاچاق کوونکي او ترهګرې ډلې هم شته چې غواړي له غیرقانوني لارې څخه ایران ته داخل شي. "

خو هغه وویل چې په دې اړه د افغان حکومت د تحقیقاتو نتایجو ته منتظر دي. نوموړي وویل چې په آینده کې به د ایران څخه یو پلاوي افغانستان ته هم ولاړ شي او دا مسئله به تعقیب کړي.

افغان چارواکي وايي چې په دې اړه یې اسناد او شواهد د ایران چارواکو ته استولی دی. د افغانستان پلاوی وايي ‌چې موندنې یې ښيي ‌چې د ایران-افغانستان ترمنځ‌ په سرحد کې په دغې پېښه کې ۴۶ افغان کډوال وو چې ۱۲ تنه یې مړه شوي، ۱۷ یې لا هم ورک دي‌او ۱۷ نور یې ژغورل شوي‌ دي.

د قربانیانو کورنۍ په دغې پېښې کې د ښکیلو کسانو محاکمه غواړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د دغې پېښې د جدي‌پلټنې غوښتنه کړې وه.