ایران سره سرحد کې د ۱۸ نورو افغان کډوالو مړي ‌هم وموندل شول

دا مهال په ایران کې شاوخوا ۱.۵ میلیون افغانان ژوند او کار کوي

افغان چارواکي‌ وايي د هغو کډوالو له ډلې د ۱۸ نورو مړي‌ یې هم موندلي‌ چې د ادعا له مخې د ایران سرحدي ځواکونو وهلي،‌ ځورولي‌ او بیا یې په سیند کې غورځولي دي.

له ایران سره په سرحد کې د هرات د ګلران ولسوالۍ ولسوال عبدالغني نوري د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د ۱۸ موندل شویو مړو په بدنونو کې د شکنجې او ځورونې نښې نښانې هم ښکاري.

په همدې حال کې ولسمشر غني د دغې پېښې "د ژورې او هراړخیزې ارزونې په موخه د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ نظامي سرمفتش محمدحمید طهماسي په مشرۍ لس کسیز پلاوی وګوماره."

د ارګ اعلامیه وایي‌چې په دغه پلاوي کې د ولسي جرګې، د کورنیو چارو، ملي دفاع، بهرنیو چارو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست، د هرات ولایت مقام، د ولایتي شورا او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د پنځمې سرحدي لوا استازي شامل دي.

ښاغلي نوري وویل چې د ژغورل شویو کسانو د معلوماتو په اساس او د هغوی په بدنونو کې د نښو نښانو څخه ښکاري چې ایراني‌ ځواکونو هغوی په کیبلونو وهلي او بیا یې مجبور کړي چې په سیند کې ځانونه ګوزار کړي.

دغه کډوال شاوخوا ۵۰ کسان وو چې تر دې دمه یې د ۲۳ کسانو مړي موندل شوي، نور یې ژغورل شوي شپږ تنه یې لا هم ورک دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي دي چې د ایران سرحدي ځواکونو دغه افغان کډوال چې په غیر قانوني توګه د ایران خاورې ته داخل شوي وو، اړ کړي‌ چې د هریرود سیند ته ځانونه ګوزار کړي.

خو ایراني چارواکو دا تورونه رد کړي دي او وايي چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې دننه شوې ده.

امریکا چې پر ایران یې کلک بندیزونه لګولي دي، د دغې پېښې د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده او ویلي دي که دا تورونه ثابت شول، باید پړه کسانو ته سزا ورکړل شي.

په ایران کې شاوخوا ۱.۵ میلیون افغانان ژوند او کار کوي چې زیاتره یې مزدورکاران او په بیا رغنیزو پروژو کې په کار بوخت دي.

د کروناویروس له خپرېدو وروسته زرګونه افغان کډوال یا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول او یا هم په زوره افغانستان ته وشړل شول.