ایران د اسرائیل سره د همکارۍ کولو په تور ۱۲ تنه نیولي دي

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یکشنبه سپټمبر ۲۲ ( تلې لومړۍ) ویلي چې ۱۲ تنه یې د اسرائیل سره د همکارۍ او د دې هیواد امنیت پر ضد کړنو پلان لرلو په تور نیولي دي.

ایراني ځواکونو پرته لدې چې نور جزیات ورکړي چې دا کسان ایرانیان که د بهرنیو هیوادونو اتباع دي، په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اسرائیل "صیهونیستي رژیم" او غربي متحدین یې په ځانګړې توګه متحده ایالات په غزې او لبنان کې "پخپلو اهدافو کې بریالي نشول او اوس غواړي چې زمونږ د هیواد امنیت پر ضد کړنې تنظیم کړي".

په اعلامیې کې ویل شوي چې دا ۱۲ کسیزه شبکه د ایران په شپږو بیلا بیلو ولایتونو کې نیول شوې خو د نیول کیدو د نیټې په هکله یې څه ندي ویلي.

د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو لا د نیول شویو کسانو د برخلیک په باره کې څه ندي ویلي خو تر دې وړاندې هغوي چې په دا ډول کړنو تورن شوي او محکوم شویدي، د ایران حکومت اعدام کړیدي.

ایران د تیر کال په پای کې هم درې تنه چې اسرائیل ته د جاسوسۍ کولو تور پرې و، اعدام کړ.

اعدام شوي کسان درې نارینه او یوه ښځه ښودل شوي و چې د "صهیونیستي رژیم سره د همکارۍ له لارې... د محاربې یا د خدای په وړاندې د جګړې، او په ځمکه کې د فساد په خپرولو" محکوم شوي و.

ایران اسرائیل په رسمیت نه پیژني او دواړه هیوادونه له کلونو راهیسي په خپلو کې دښمني پالي.

د ایران حکومت د ۲۰۲۲ په دسمبر کې هم د اسرائیل له استخباراتو سره د همکارۍ په تور څلور نور کسان اعدام کړي وو.

تهران پر اسرائیل تور پورې کوي چې د تهران اتومي پروګرام یې هدف ګرځولی او پر ضد یې د تخریبي بریدونو او وژنو څپې تر سره کړي دي.

د ایران حکومت پداسې حال کې د دې ۱۲ کسانو د نیولو خبر ورکوي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس او په لبنان کې د حزب الله – اسرائیل تر منځ د شخړو له کبله په منځني ختیځ کې د کړکیچ لمن پرخه شوې.

داسې ویره هم شته چې دا جګړه ښایي نورو برخو ته هم خپره شي ځکه په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر، اسماعیل هنیه تر وژل کیدو وروسته نه یوازې حماس بلکې ایران هم ویلي چې د اسرائیل څخه به یې غچ اخلي.

سره لدې چې ایراني چارواکو په پرله پسې توګه د غچ اخیستنې خبرداري ورکړي خو د ښاغلي هنیه تر وژل کیدو نږدې دوه میاشتې وروسته هم ایران غلی دی.

په ایران دا تور دی چې په غزې کې د حماس، لبنان کې د حزب الله او په یمن کې د حوثي شعیه یاغیانو ملاتړ کوي. ایران هم دا ملاتړ مني خو وایي چې د فعالیت په هکله دا ډلې د تهران څخه سلا مشورې نه اخلي.