د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران جمهور رئیس د مسکو سره د ژورو اړیکو جوړولو ژمنې کړي


پداسې حال کې چې متحده ایالات اندیښمن دي چې تهران مسکو ته په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره بلاستیک توغندي او نورې وسلې ورکړي، د ایران جمهور رئیس سه شنبه سپټمبر ۱۷ ( وږي ۲۷) ژمنه کړې چې د روسیې سره د خپل هیواد اړیکې لا به لا ژورې کاندي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په یو راپور کې ویلي چې مسعود پزشکیان دا څرګندونې د روسیې د امنيت شورا منشي سرګې شویګو سره په کتنې کې کړي چې په رسمي سفر تهران ته تللی.

ایرنا د ښاغلي پزشکیان له قوله لیکلي: " زما حکومت به د دواړو هیوادونو د اړیکو کچې پورته کولو لپاره په جدي توګه روانه همکاري او اقدامات تعقیب کاندي".

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي ایران ته تر سفر وړاندې شمالي کوریا ته تللی و او هلته یې د دې هیواد د مشر کیم جونګ اون سره کتلي و.

د ایران په څیر په شمالي کوریا هم دا تور دی چې په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره روسیې ته وسلې او مهمات ورکوي.

شمالي کوریا او ایران دواړه د متحده ایالاتو سره دښمني پالي او پدې تیرو څه باندې دوو کالونو کې چې مسکو په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، په عین حال کې یې د پیونګ یانګ او تهران سره د اړیکو پراختیا لپاره کار کړی.

د ایران جمهور رئیس د دې اړیکو په هکله ویلي: " د تهران او مسکو تر منځ اړیکې به په دوامداره، متداومه او تل پاتې توګه پراخې شي".

پزشکیان دا هم ویلي چې د روسیې سره د هیواد اړیکو پراختیا به یې ددې سبب شي چې د متحده ایالاتو او غربي هیوادونو لخوا په تهران د بندیزونو اغیز کم شي.

امریکا په پرله پسې توګه د روسیې سره د شمالي کوریا او ایران د اړیکو پراختیا باندې اندیښنه څرګنده کړې او په دواړو یې دا تورونه لګولي چې په اوکراین کې د جګړې لپاره یې مسکو ته بلاستیک توغندي ورکړیدي.

پداسې حال کې اروپایي هیوادونو د همدې بلاستیک توغندیو موضوع له کبله په ایران تازه بندیزونه ولګول خو پخپله ایران بیا دا نه مني چې روسیې ته یې دا توغندي ورکړي او روسیې بیا یوازې دومره منلې چې ایران په ټولو ممکنه برخو کې د مسکو همکار دی.

شمالي کوریا او ایران ته د روسیې دې جګپوړي امنیتي چارواکي سفر په خورا مهم وخت کې کیږي.

متحده ایالات او بریتانیه چې د روسیې یرغل په مقابل کې د نورو لویدیځو هیوادونو په څیر یې کیف ته ډېرې وسلې او نورې مرستې ورکړي، پدې غور کوي چې کیف ته اجازه ورکړي په روسیه کې دننه اهدافو ویشتو لپاره د دې هیوادونو لخوا د ورکړل شویو وسلو څخه کار واخلي.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین تیره اوونۍ خبرداری ورکړی و که لویدیځ هیوادونه اوکراین ته دا جازه ورکړي، په مستقیمه توګه د مسکو سره جګړه کوي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې روسیه به غبرګون وښیي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي تیره اوونۍ په پایتخت کیف کې یوې غونډې کې نا امیدي څرګنده چې د متحده ایالاتو او بریتانیې په ګډون یو شمیر متحدین ورته اجازه نه ورکوي چې له دې هیوادونو لخوا د لیرې واټن ویشتونکې وسلې په روسیه کې دننه د اهدافو په نښه کولو لپاره وکاروي.

دې دواړو هیوادونو اندیښنه ښودلې کې کیف دا کار وکړي، واشنګټن او لندن به په مستقیمه توګه د مسکو سره جګړې ورښکیل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG