سوریه کې د ایران یو لوړپوړی پوځي مشر وژل شوی

عکس: په سوریه کې د حلب په لویدیځ کې یوه سیمه

د ایران خبري اژانسونو د سوریې په حلب ښار کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قول اردو د لوړپوړي مقام کیومارث پورهاشمي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د ایران د محصلینو خبري اژانس چې د محصلینو له سازمان سره تړاو لري او یوه دولتي رسنۍ ګڼل کېږي، کیومارث پورهاشمي د "جنرال" او "د ایراني سلاکارانو د قوماندان" په توګه معرفي کړی او لیکلي یې دي چې هغه د سوریې په حلب کې وژل شوی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت په دولتي ادبیاتو کې د "پوځي مشاور" اصطلاح د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک هغو غړو ته ویل کیږي چې له ایران څخه بهر په عراق، لبنان، سوریه او یمن کې په پوځي فعالیتونو بوخت دي.

د پوځ د عمومي اړیکو ادارې هم په یو بیان کې، پورهاشمي "د حرم د اوږدې مودې مدافع او په سوریه کې د سپاه پاسداران د لوړ پوړو پوځي سلاکارانو څخه" بللی دی.
د "حرم مدافع" اصطلاح هغه وسله والو ځواکونو ته ویل کیږي چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ګډون له لارې د بشارالاسد دفاع کوي.

په عین حال کې په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې اعلان کړی چې اسلامي جهادي ډلې "هیت تحریر الشام" او ورسره تړلې ډلې چې د بشارالاسد د حکومت مخالفې دي، په د چهارشنبې په ورځ قوس اومه د حلب په شمال کې د سوریې د پوځ پر وړاندې ناڅاپي بریدونه پیل کړي دي.

دغه سازمان ویلي، چې په دې نښتو کې تر اوسه د تحریر الشام ۸۰ غړي او د سوریې د حکومت ۵۴ غړي وژل شوي او د وسلو ګودامونه، زغره وال ګاډي، ماشین الات او درنې وسلې نیول شوي دي.

سوریه د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې په وروستیو کلونو کې د جګړې په لومړۍ لیکه له وسله والو سازمانونو، ترهګرو ډلو او په لومړۍ کرښه کې د بهرنیو پوځیانو څخه ډکه ده. د دغو شخړو په ترڅ کې شاوخوا نیم میلیون کسان وژل شوي او د سوریې د ۲۳ میلیونو نفوس نیمایي برخه بې ځایه شوي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت او د لبنان حزب الله د سوریې په کورنۍ جګړه کې د سوریې د حکومت تر ټولو مهم متحدین دي او حزب الله د خپل تاریخ په اوږدو کې له ایران څخه سوریې ته د وسلو او نورو تجهیزاتو په لیږد تکیه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، په سوریه کې د جګړې پراخول "د سیمې د ثبات او امنیت د ګډوډولو" لپاره د امریکا او اسرائیل د پلان یوه برخه ده.