اقتصادي بندیزونه او کرونا؛ ایران تر ټولو سخت کال تجربه کوي

روحاني وايي هېواد یې د کرونا او اقتصادي بندیزونوله کبله تر ټولو سخت فشار سره مخامخ دی

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي د امریکا د متحدو ایالتونو د بندیزونو او کروناویروس له کبله یې هېواد سږکال له سخت حالت سره مخامخ دی.

د کروناویروس او د امریکا له لوري لګول شويو بندیزونو ایران نور هم له اقتصادي‌ ستونزو سره مخامخ کړی دی. د یکشنبې په ورځ جون۲۸(چنګاښ۸) د ایران پیسې «ریال» د ډالر په مقابل کې خپلې ټر ټولو ټېټې کچې ته ښکته شوی و.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل: "دا کال د کروناویروس او اقتصادي فشارونو له کبله تر ټولو سخت کال دی. اقتصادي فشارونه چې په ۲۰۱۸ کې پيل شوي، نور هم زیات شوي دي...او زموږ ګران وطن نن له تر ټولو سخت فشار سره مخامخ دی."

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له هغه اتومي تړون څخه ووت چې د ایران، نړۍ زبرځواکو هېوادونو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی و. د تړون په اساس ایران به اتومي پروګرام بندوي او په بدل کې به پرې اقتصادي بندیزونه لېرې کیږي. خو ولسمشر ټرمپ وایي دا تړون نیمګړی دی او ایران ته یې ګټه زیاته ده.

واشنګټن په تهران باندې نور اقتصادي بندیزونه هم لګولي دي.

په همدې حال کې په ایران کې په دې وروستیو کې د کرونا له کبله د مړو شمېر زیات شوی دی. ایران د اپریل په میاشت کې د کرونا له کبله لګول شوي بندیزونه کم کړل. اوس یې اعلان کړی دی چې له بلې اونۍ وروسته به د ماسک تړل د دوو اونیو لپاره جبري وي.

په ایران کې په دې وروستیو کې د ورځې ۱۰۰ کسان د کروناویروس له کبله مري.

د ایران د روغتیا وزارت ویانده سیما سادات وايي‌ چې تر دې دمه په ایران کې د کروناویروس له کبله ۱۰۵۰۸ کسان مړه شوي او ۲۲۲۶۶۹ نور په دغه ویروس اخته دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس څه باندې ۱۰ میلیون انسانان په دغه ویروس اخته دي‌او شاوخوا ۴۹۰زره نور پرې مړه شوي دي.