د ایران مذهبي مشر زرګونو بندیانو ته بخښنه وکړه

په ایران کې د ګوهر دشت زندان یوه څنډه

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په یو فرمان کې ۵۱۵۶ بندیانو ته بخښنه اعلان کړې ده.

په اعلامیه کې د دغو بندیانو په اړه پوره جزیات ورکړل شوي نه دي.

په دوی کې یو شمېر بخښل شوي او د یو شمېر نورو یې سزا کمه شوې ده.

د ښاغلي‌ خامنه يي په رسمي ویبسایټ کې ویل شوي چې دا پرېکړه د شیعه ګانو د یو مذهبي مشر «امام رضا» د زوکړې د ورځې د نمانځلو په مناسبت شوې ده.

د «امام رضا» د زوکړې ورځ په ایران کې یوه مذهبي ورځ بلل کیږي‌ او ایت الله علي خامنه یي هرکال په همدې مناسبت زرګونه بندیان پرېږدي او سزا یې کموي.