د لاس رسي وړ اتصالات

ایران هغه پهلوان اعدام کړ چې ټرمپ غوښتل وبخښل شي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د ایران حکومت وايي نوید افکاري یې د شنبې په ورځ سپتمبر۱۲ (وږي۲۲) د یو بل کس د قتل په تور اعدام کړ.

نوید افکاري یو پهلوان و او په ایران کې د ۲۰۱۸ د اګست د میاشتې په مظاهرو کې د یو بل کس په وژلو محکوم شوی و.

د ایران د دولتي تلویزون په ویبسایټ کې د شیراز د لوی څارنوال کاظم موسوي له خولې لیکل شوي چې افکاري یې د شنبې په سهار سپتمبر۱۲ (وږي۲۲) په یو زندان کې اعدام کړی دی.

نوید افکاري تورن و چې د مظاهرو پر مهال یې د ایران د اوبو رسونې د څانګې یو ملکي کارکوونکی حسین ترکمن یې په چاقو وژلی و.

د شیراز په ښار کې هم د تیلو د بیو د لوړېدو او نورو ټولنیزو خدمتونو د کموالو له کبله د حکومت په ضد لویې مظاهرې شوې وې.

چارواکي وايي‌ افکاري په خپل جرم اعتراف هم کړی و. ځينې راپورونه وايي‌ چې له هغه په زوره اعتراف اخیستل شوی او د تحقیقاتو پر مهال ځورول شوی هم و، خو مقامات دا تورونه ردوي.

د فرانسې خبري اژانس وايي کله چې افکاري اعدام کېده، د مقتول د کورنۍ غړي هم حاضر وو.

د افکاري مدافع وکیل حسن یونسي په خپل ټویټر کې لیکلي چې ټاکل شوې وه یو شمېر خلک به سبا یکشنبه د مقتول له کورنۍ سره ویني او د افکاري د بخښلو غوښتنه به ترې کوي.

نوموړی وايي چې د ایران د قانون له مخې د قاتل کورنۍ کولی شي چې د مقتول له کورنۍ څخه د عافیت او بخښنې غوښتنه وکړي، خو وايي‌ چې تر دغه ملاقات مخکې نوید افکاري یې اعدام کړ.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د هغه د نه اعدام کولو لپاره کمپاین شوی و او ولسمشر ټرمپ هم د هغه د نه اعدامولو غوښتنه کړې وه.

هغه څو اونۍ مخکې په خپل ټویټر کې لیکلي وو: « د ایران مشرانو ته، زه به ډېر خوښ شم که تاسو د دغه ځوان ژوند وساتئ او اعدام یې نکړئ.»

ښاغلي ټرمپ لیکلي وو چې د هغه ګناه دا ده چې د حکومت پر ضد یې په سړکونو کې مظاهره کړې ده.

د ایران د حکومت په ضد په دغو مظاهرو کې سلګونه کسان ووژل شول، ژوبل شول او زرګونه نور ونیول شول او بندیان شول. د امرکیا په ګډون ډېرو هېوادونو د مظاهرو کوونکو ځپل، وژل او نیول وغندل.

XS
SM
MD
LG