امریکا پر ایران باندې د سختو بندیزونو په لگولو ټینگار وکړ

د ایران د سپوږمکۍ توغونکي راکټ ازمایل

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي د ایران د میزایلو د پروگرام د مخنیوي په خاطر باید پر تهران سخت نړیوال بندیزونه ولگول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه څرگندونې د ایران د نوي سپوږمکۍ لیږدونکي راکټ د ازمویلو په غبرگون کې کړي.

ښاغلي پمپیو د پنجشنبې په شپه ناوخته په ټویټر کې ولیکل چې د ایران د اسلامي جمهوریت د میزایل نوې ازموینه ښیي چې د ایران موافقه نشي کولای د تهران د میزایلو پروگرام ودروي.

ښاغلي پمپیو زیاته کړه چې ایران د خپلو میزایلو د قوت په زیاتولو سره د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو نه سرغړونه کوي.

له بلې خوا د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د جمعې په ورځ (فبرورۍ ٨) وویل چې ایرانیان به تر هغه "مرگ په امریکا" نعرو ته دوام ورکړي چې واشنگټن د ایران پر ضد له دښمنۍ ډکې پالیسۍ نه وي درلوي.

خو ښاغلي خامنه یي زیاته کړې چې مرگ پر امریکا د امریکا د ولس پر ضد شعار ندی، بلکه هغه "مرگ پر (جمهور رئیس ډونالډ) ټرمپ، د (ملي امنیت د سلاکار) جان بولټن او د (بهرنیو چارو د وزیر) مایک پمپیو په معنی دی".

تیره اونۍ بریتانیا، فرانسې او جرمني د ایران او غربي ټولنې ترمنځ د ٢٠١٥ کال د اټومي موافقې د ژغورلو په مقصد د تادیاتو یو نوی میکانیزم جوړ کړ چې تهران وکړای شي د اروپایي شرکتونو سره د امریکا د بندیزونو سره سره سوداگرۍ ته دوام ورکړي.

خو د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي وایي چې اروپا باندې "باور نشي کیدای". ښاغلي خامنه یي د ایران د هوایي پوځ له منصبدارانو سره په خبرو کې وویل "زه نه وایم چې د هغوی (اروپایي ټولنې" سره باید اړیکې ونلرو، خو دا د اعتماد مسله ده". د هغه په وینا مشوره یې داده چې "پر هغوی باید هم د امریکایانو په شان اعتماد ونشي".

امریکا وایي ایران د ترهگرۍ ستر ملاتړی هیواد دی او په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ لامل دی.

د ایران د میزایلو په ازمایلو باندې لویدیځو هیوادونو نیوکې کړي او په وار وار یې له تهران نه غوښتي چې دغه ډول ازموینې ودروي.