ایران وایي د حماس سیاسي مشر د لنډ واټن توغندي په برید کې وژل شوی و

په تهران کې د حماس سیاسي مشر تر وژل کیدو څلور ورځې وروسته، د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو شنبه اګست دریمه ( زمري ۱۳) ویلي چې اسماعیل هنیه د لنډ واټن توغندي په برید کې وژل شوی چې د هغه د اوسیدو په ځای وار شوی و.

تر دې وړاندې داسې راپورنه خپاره شوي و چې ګنې چاودیدونکي مواد په هماغې ودانۍ کې له وړاندې ځای پر ځای شوي و چې، د حماس سیاسي مشر پکې اوسیده.


د سپاه پاسدارن انقلاب ځواکونو په یوې اعلامیې کې پرته لدې چې نور جزیات او شواهد وړاندې کړي، ویلي چې د اسرائیل سره پدې برید کې متحده ایالاتو هم مرسته کړې خو اسرائیل او امریکا تر اوسه پدې برید کې د لاس لرلو په هکله څه ندي ویلي.

په اعلامیې کې راغلي، " د ترهګرۍ دا عملیات د لنډ واټن توغندي په وارولو سره شوي چې تقریباً اووه کیلو ګرامه سرګلوله یې درلوده او له همدې کبله قوي چاودنه وشوه".

د ګارډ په اعلامیې کې په ځانګړې توګه ندي ویل شوي چې توغندی له کوم ځای څخه وار شوی خو دومره یې ویلي چې په تهران کې د ښاغلي هنیه د اوسیدو ځای څخه د باندې وار شوی.

د حماس سیاسي مشر د همدې تیرې چارشنبې په ورځ په تهران کې ووژل شو. هغه د ایران د نوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و.

د حماس ډلې او ایران ویلي چې د هنیه د مرګ غچ به اخلي.


د ایران سپاه پاسداران انقلاب په اعلامیې کې ویل شوي چې د حماس سیاسي مشر وژل کیدو له کبله به اسرائیل ته په " مناسب وخت او ځای کې سخته سزا" ورکړل شي.

ایران تر دې وړاندې هم په سوریه کې د خپلو څو جګپوړو نظامي چارواکو تر وژل کیدو وروسته په اسرائیل د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه کړي خو اسرائیلي چارواکو ویلي و چې دا بریدونه "جدي نه و" او نه یې هم د پام وړ ورانی کړی و.
خو د شنبې په ورځ په ایران کې د کیهان افراطي محافظه کارې ورځپاڼې په یوې مقالې کې لیکلي چې دا ځل به په اسرائیل بریدونه "ډیر متنوع او ډیر خواره واره وي چې شنډول به نا ممکنه وي".

د ورځپاڼې په مقالې کې همدارنګه ویل شوي چې دا ځل به په تل ابیب او یو شمیر نورو ستراتیژیکو مرکزونو کې په ځانګړې توګه د اسرائیل یو شمیر چارواکو د اوسیدو ځایونه په نښه شي چې په تازه بریدونو کې یې لاس درلود.

تر دې وړاندې د ایران روحانی مشر آیت الله علي خامنه اي هم د هنیه د وژل کیدو د غچ اخیستلو خبرداری ورکړی و.

خامنه د هنیه د جنازې په مراسمو کې وویل، "دا زموږ مسئولیت دی چې د هغه د وینو غچ واخلو، ځکه چې هغه د ایران اسلامي جمهوریت په خاورې کې شهید" شوی دی.

یران او حماس په داسې حال کې خبرداری ورکوي چې اسرائیل په ټوله نړۍ کې د خپلو سفارتونو لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي دي او خپلو اتباعو ته یې ویلي چې متوجه ووسي.

دا مطلب هم ولولئ د حماس مشر په تهران کې وژل شوی

اسرائیلي شنونکي وایي په بیروت کې د حزب الله د جګپوړي قومندان فواد شکر او په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر وژنې د اسرائیل لپاره بریا ده، خو د غچ اخیستنې لامل به شي.

د اسرائیل د استخباراتو پخوانی مشر اموس یادلین ویلي، "دې حقیقت ته پام وکړئ چې دواړه لوري هڅه کوي په داسې شکل غچ واخلي او عملیات وکړي چې په کافي اندازه پیاوړتیا وښيي خو د یوې پراخې جګړې د نښتلو مخنیوی وکړي."

یادلین وایي دغه دواړه عملیات د اسرائیل د استخباراتي قابلیتونو د ښودلو او د یو پیاوړي هیواد په توګه د اسرائیل د موقف په څرګندولو کې مرسته کوي. هغه وقف چې د نوموړي په خبره، د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس د برید له کبله زیانمن شوی وو.

نړیوالې ټولنې د ارامتیا غوښتنه کړې او ویلي دي‌ چې باید ټول تمرکز په غزې کې په اوربند باندې وي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انتونیو ګوتېرش ویلي‌ دي چې په ایران او لبنان کې بریدونه د "خطرناک تشدید" ښکارندوی دی.

نوموړي ویلي‌ دي چې باید ټولې هڅې په غزې کې "اوربند ته" او د حماس په برید کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کېدو ته لاره هواره کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په منځي ختیځ کې له ټولو اړخونو څخه غوښتي چې له پارونکو اقداماتو څخه چې کولی شي سیمه له نورو جګړو سره مخ کړي، ډډه وکړي.