ایران وایي خبرو ته چمتو دی خو د امریکا او اروپا فشار نه مني

عباس عراقچي د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره د ایران اتومي تړون په خبرو کې مهم نقش درلود.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر شنبه سپټمبر ۱۴ ( وږي ۱۴) وویل چې د لانجو حل کیدو لپاره دیپلوماسۍ ته تیار دي خو د اروپایي هیوادونو او متحده ایالاتو "ګواښونو او فشار" ته غاړه نه ږدي.

عباس عراقچي دا څرګندونې وروسته تر هغې وکړې چې درې اروپایي هیوادونو او متحده ایالاتو د ایران د هوایي چلند په سکتور تازه بندیزونه ولګول.

د ایران د تر ټولو جګپوړي دیپلومات څرګندونو څخه یوه ورځ وړاندې د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر وویل دا بلاک په ایران د هغو راپورونو پر اساس د نویو بندیزونو په لګولو غور کوي چې ویل کیږي تهران په مسکو باندې د اوکراین د جګړې لپاره بالستیک توغندي پلورلي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د عراقچي له قوله ویلي، " ایران په قوت سره پخپلې لارې روان دی. مونږ تل د لانجو حل لپاره دیپلوماسۍ ته تیار یو خو خبرې اترې باید د ګواښونو او فشار له مخې نه بلکې د دوه اړخیز درناوي پر اساس وي".

سره لدې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د همدې تیرې چارشنبې په ورځ یو ځل بیا وویل چې هیواد یې روسیې ته بالستیک توغندي ندي ورکړي او دا چې د متحده ایالاتو او لویدیځو هیوادونو لخوا فشارونه به ستونزه حل نشي کړی.

خو اروپايي اتحادیې ویلي متحدینو یې داسې استخباراتي معلومات شریک کړي چې ښيي ایران روسیې ته بالستیک توغندي ورکړي دي.

اروپايي اتحادیې خبرداری ورکړی چې که دغه راپورونه تصدیق شي نو پر تهران به نوي بندیزونه ولګوي.

د اروپايي اتحادیې ویاند پیټر سټانو د همدې تیرې دوشنبې په ورځ سپټمبر نهمه وویل: "موږ روسیې ته د ایران د بالستیک توغندیو د لیږل کېدو په اړه د متحدینو لخوا د چمتو شویو باوري معلوماتو څخه خبر یو... موږ له خپلو غړو هېوادونو سره په دې اړه نوره څېړنه کوو او که تائید شي، دا به پر اوکراین باندې د روسیې د غیرقانوني یرغل څخه د ایران د ملاتړ په اړه د پام وړ شواهد زیات کړي."

سټانو زیاته کړه چې "د اروپايي ټولنې د مشرانو ګډ دریځ تل روښانه دی. اروپايي ټولنه به له نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ کې چټک غبرګون وښيي چې په دې کې پر ایران باندې د پام وړ نویو بندیزونو لګول شامل دي."

متحده ایالاتو، جرمني، بریتانیې او فرانسې سه شنبه سپټمبر لسمه د ایران ملي هوایي چلند شرکت په ګډون په یو شمیر سکتورونو تازه بندیزونه ولګول.

لویدیځ له څو مياشتو راهيسې روسیې ته د توغندیو د ورکولو په ضد تهران ته خبرداری ورکړی دی. اروپايي ټولنې پر ایران باندې له دې کبله بندیزونه لګولي چې د اوکراين د جګړې لپاره یې مسکو ته بې پيلوټه الوتکې استولي.

د لویدیځ له بندیزونو سره مخامخ مسکو په اوکراین کې د خپلې جګړې دوام ته د اړینو وسلو د اکمالاتو لپاره ایران او شمالي کوریا ته مخه کړې ده.