د ایران د مرکز تهران والي محمد صادق معتمدیان ویلي دي چې ایران په روان لمریز کال کې۲۰۰زره هغه افغان کډوال، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل، شړلي دي او ۱۰۰زره نور یې نیولي او د شړلو بهیر یې روان دی.
معتمدیان د دوشنبې په ورځ فبروري درېیمه (سلواغه ۱۵) ایرانیانو خبرداری ورکړی چې هغو کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د کورونو او جایدادونو د کرایې ورکولو له کبله به له عواقبو سره مخامخ شي.
هغه وویل: «یوازې د خلکو نیول او شړل کافي نه دي، د هغو کسانو لپاره چې د اوسېدو او کارموندنې په برخه کې کار کوي، سزا په پام کې نیول شوې او تر دې دمه۳۰۰ رستورانتونه او نور کارځایونه مهرلاک شوي او دا کارونه به سخت شي.»
ایراني مقاماتو د دغو کډوالو هویت نه دی څرګند کړی، خو د ایران د دولتي رسنیو د معلوماتو په اساس، په ایران کې د داسې کډوالو ۹۰ سلنه افغانان دي.
د ایرنا خبري اژانس راپور وايي چې د تهران والي د دغو کډوالو په اړه به اقدامات سخت شي او هغه په دې برخې کې د «خلکو د همکارۍ» غوښتنه وکړه.
ایرنا همدغه راز د البرز ولایت د سیاسي، اجتماعي او امنیتي چارو د مرستیال مرتضي ولي پور په حواله لیکلي دي، چې «۶۰زره غیر قانوني بهرني اتباع» شړل شوي دي.
ولي پور ویلي دي، چې د کورنیو او املاکو خاوندان باید له مقاماتو اجازه واخلي او بیا یې هغو بهرنیو اتباعو ته په کرایه ورکړي، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
هغه خبرداری ورکړ که هر ایراني ناقانونه کډوال ته کار ورکړه، قانوني چلند به ورسره وشي.
د ایران د انتظامي ځواکونو مشر احمد رضا رادان، څو میاشتې مخکې ویلي وو چې د روان شمسي کال تر پای پورې به دوه میلیون هغه کډوال، چې د اوسېدو اسناد نه لري، وشړل شي.
ملګري ملترونه وايي له ۲۰۲۲ کال راهېسې تقریبآ اته میلیون افغانان له خپلو هېوادونو څخه وتلي دي او ۸۵ سلنې یې په ګاونډیو هېوادونو او نور یې اروپا ته تللي دي.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي چې دا مهال ۴.۵ میلیون افغانان په ایران کې ژوند کوي، چې اسناد لرونکي او نه اسناد لرونکي په کې شامل دي.