د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د طالبانو لوړپوړو چارواکو سره په کتنو کې د هلمند د سیند په اوبه کې د خپل هیواد پر ونډې باندې ټینګار کړی او د طالب چارواکو ورته ویلي چې هغوی د حقابې برابرول خپل یو “شرعي او اخلاقي" مکلفیت ګڼي.
ددغه وزارت د وینا پراساس د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي سره په کابل کې د یکشنبې په ورځ (جنورۍ ۲۶( سلواغې اووم) په کتنه کې د " اوبو د مسلې، ایران کې د میشتو قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو او د ګډو سرحدونو د امنیت “ په تړاو خبرې کړي دي.
عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی وو. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د وینا له مخې عراقچي کابل ته دا سفر د ایران د ګټو د خوندیوب په موخه کړی وو.
عباس عراقچي ددغه سفر په پای کې خبریالانو سره په خبرو کې افغانستان ته خپل سفر یو ډیر ښه سفر په توګه یاد کړی او ویلي دي چې اوس مهال د کابل او تهران ترمنځ یو ښه درک وجود لري.
هغه وویل : " زما په نظر په مجموع کې یو ډیر ښه سفر وو او اوس زمونږ او په کابل کې د موجود دولت ترمنځ یو ښه درک شتون لري او د تیر پرتله ډیر تعاملات شته دی، زما په نظر زمونږ ګټې اوس مهال تر ډیره تامین شوي او تامین به شي، اندیښنې کمې شوي او انشاالله مونږ به دغه مسیر ته دوام ورکړو".
هغه وویل چې د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د طالبانو د بهرنیو او دفاع د وزارتونو د سرپرستانو سره یې د هلمند د اوبو د حقابې، په ایران کې د میشتو غیر قانوني کډوالو او د د دواړو هیوادونو د سرحد په اوږدو کې امنیت د ټینګیدو په اړه خبرې کړي دي.
هغه وویل چې فکر کوي چې ملاقاتونه ډیر ښه وو او د ننګونو او د ننګونو د هوارولو په برخه کې په مقابل لوري کې یوه اراده شته دی.
عراقچي د هلمند د اوبو د حقابې په اړه وویل: " د اوبو مسله زمونږ یوه جدي مسله وه الحمدالله زمونږ د مقابل لوري افغانستان کړنه رغنده او مثبته ده هم رئیس الوزرا او هم د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د ایران حقابه به د هلمند د تړون له مخې برابره کړي او له دې څخه ډیر ښایسته تعیبر چې لره دا وو چې حتی که تړون هم نه وو[ هلمند تړون] زمونږ شرعي او انساني وظیفه دا غوښتنه کوي چې ایران ته اوبه ورسوو ".
هغه په افغانستان او سیمه کې د وچکالۍ څخه زیږیدلو اغیزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل دا چې د وچکالۍ اغیزې څومره دي باید چې د فني پلوه وڅیړلې وشي چې په کابل کې د ایران سفارت دا موضوع تعقیبوي.
همداشان هغه په ایران کې د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د شتون د مسلې په اړه د طالبانو د چارواکو سره د خپلو خبرو په باب وویل: " د کډوالو مسله او په ایران کې د هغوی د شمیر زیاتیدل یوه له جدي مسلو وه چې پرې خبرې وشوې او په دې باندې موافقه شوه چې څنګه کډوال خپل هیواد ته ستانه شي".
هغه وویل په دې اړه د طالبانو د حکومت دریځ ډیر مثبت وو. خو هغه زیاته کړه په یوه شپه او ورځ کې ددغې ستونزې هوارول ممکن نه دي، خو په اړه یې کار پیل شوی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د ایکس په پاڼه د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیر خان متقي او د سید عباس عراقچي ترمنځ په کابل کې د کتنې په اړه ویلي چې امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مسایلو په تړاو عراقچي ته ویلي چې د اقلیم د بدلون له امله ټوله سیمه وچکالۍ ځپلې ده او افغانستان هم د وچکالۍ قرباني دی.
هغه ویلي: " موږ د هلمند، نیمروز، سستان او بلوچستان خلکو ته په یوه نظر گورو او کوښښ کوو چي دواړو طرفونو ته اوبه ورسیږي، دا موضوع نور هیڅ ډول خنډونه نه لري فقط د اورښتونو له زیاتوالي سره تړاو لري".
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ملا محمد حسن اخوند سره د سید عباس عراقچي د کتنې او د کډوالو د مسلې په اړه د شویو خبرو په هکله په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملا حسن اخند د ايران له لوري له افغان کډوالو سره د اسلامي او ورورګلوۍ اصولو پر اساس د چلند غوښتنه کړې او ویلي دي، چې د تاريخ په اوږدو کې په لويه پيمانه د اقتصادي مسايلو له مخې له افغانستان څخه ايران ته د ورغلو افغان کډوالو د اخراج مديريت په لنډه موده کې امکان پذيره نه دی او په دې برخه کې يې له ايران څخه د تدريجي اقداماتو غوښتنه وکړه.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي : " محترم رئيس الوزراء په ايران کې د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو لړۍ ته په اشارې وويل، کله ناکله د افغانانو اعدام هم عامه احساسات راپاروي، نو باید د ښه ګاونډیو پر اساس ورسره د مهربانۍ له مخې چلند وشي".
دا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ټاکنې وروسته افغانستان ته د سید عباس عراقچي لومړی سفر وو.
د ایران بهرنیو چارو وزیر د روان ۱۴۰۳ کال د لیندۍ د میاشتې په سر کې علي رضا بیګدلي افغانستان لپاره د نوی سفیر په توګه ګمارلی وو.
ایران د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته نه یوازې د دغې ډلې د حکومت سره خپلې اړیکې نږدې ساتلي دي، بلکې په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستي پریښودو ترڅنګ په ایران کې د افغانستان سفارت او د قونسلګریو چارې هم د طالبانو له خوا ګمارل شویو دپلونماتانو ته سپارلي دي.
خو د نورو هیوادونو په څیر یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. ایران اوس مهال د افغانستان یو له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د راکړې ورکړې کچه یې له دوو میلیارد ډالرو څخه اوړي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند عبدالسلام جواد د معلوماتو له مخې افغانستان د تیر ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهه میاشتو کې ایران سره د ۲ میلیاردو او ۱۹۴ میلیونو ډالرو راکړه ورکړه لرله چې ددې شمیر یوازې ۳۸ میلیونه ډالر یې صادرات او پاتې دوه میلیارده او ۱۵۶ میلیونه یې واردات وو.
فورم \ دبحث خونه