روحاني: د ایران نه د دفاع لپاره له چا څخه اجازه نه اخلو

د "خرم شهر" په نامه د ایران نوی میزایل چې ٢٠٠٠ کیلومتره واټن وهي

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د جمعې په ورځ وویل چې هیواد به یې د خپلو میزایلو قوت نور هم پیاوړی کړي او ددې کار لپاره به د هیڅ هیواد نه اجازه وانخلي.

ښاغلي روحاني دغه خبرې په تهران کې د یو پوځي رسم گذشت پر وخت وکړې. په دغو مراسمو کې د ایران د حکومتي اژانس په وینا ددې هیواد یو تازه تولید شوی بالستیک میزایل هم نندارې ته وړاندې شو چې "خرم شهر" نومول شوی او ددې توان لري چې ٢٠٠٠ کیلومتره واټن ووهي. دا میزایل د څو ډوله کوپړیو د لیږدولو وړتیا لري.

ښاغلي روحاني په دې مراسمو کې ویلي دي "مونږ به خپل پوځي تاقت د یو دفاعي قوې په توگه پراخ کړو، او د خپلو میزایلو تاقت به نور هم قوي کړو او د خپل هیواد نه د دفاع لپاره په دې لار کې د چا نه د اجازې اخیستلو په لټه کې نه یو."

د جمهور رئیس روحاني دغه څرگندونې وروسته له هغه کیږي چې د تیرې سه شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل چې ایران د خپلو میزایلو سیستم تقویه کوي او تهران یې په یمن، سوریې او د منځني ختیځ په نورو هیوداونو کې د تاوتریخوالیو په پراخولو تورن کړ.

جمهور رئیس ټرمپ همداشان د امریکا په گډون د نړۍ د شپږو هیوادونو بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني سره د ایران په اټومي موافقې انتقاد وکړ.

د ایران د اټومي موافقې له مخې تهران د یورانیمو غني کول چې د هغې نه د اټومي وسلو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي، ودرول، او په بدل کې یې پر هغه هیواد باندې نړیوال بندیزونه لغوه شول.

ښاغلي روحاني همداشان ویلي دي چې "د متحده ایالاتو او د صهیونستي رژیم پرته د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نړۍ ټولو هیوادونو د ایران د اټومي موافقې ملاتړ وکړ."

د اټومي موافقې په هکله بیا خبرې

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، ویلي چې د ایران سره اټومي موافقه باید بدله شي، که نه نو امریکا به له دې تړون نه ووځي. خو ایران ویلي دي چې ددې موافقې په اړه به بیا خبرې ونه کړي.

د ایران په اټومي موافقې باندې د بیا نظر اچونې په اړه د متحده ایالاتو موقف نیونې د امریکا یو شمیر متحدین اندیښمن کړي دي—په ځانگړې توگه په داسې حال کې چې د شمالي کوریا اټومي پروگرام او بالستیک میزایلو پراخه اندیښنه رامنځ ته کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو ویزر وینگ یی، ویلي دي چې د کوریا شبه جزیره د ایران د اټومي موافقې د اهمیت سبب شوی او چین به ددې موافقې ملاتړ ته دوام ورکړي.

په عین وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف، د پنجشنبې په ورځ وویل چې پر ایران باندې د امریکا د متحده ایالاتو له لورې د یو اړخیزو بندیزونو لگول "غیر قانوني" دي او په دې اړه د نړیوالو ټولیزې هڅې کمزورې کوي.