ایران: له اسرائیل سره جګړې ته ځواکونه نه لیږو

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبې سپتمبر ۳۰ (تلې نهمه) وویل چې د اسرائیل سره د جګړې لپاره لبنان یا غزې ته ځواکونه نه لیږي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: "د ایران اسلامي جمهوریت د اضافي یا رضاکارو ځواکونو لیږلو ته اړتیا نشته." هغه زیاته کړه چې فلسطیني خاوره "ددې ظرفیت او توان لري چې د یرغل په وړاندې خپله دفاع وکړي."

اسرائیل په وروستیو ورځو کې په لبنان کې پر هغه څه باندې هوايي بریدونه زیات کړي چې د سوریې، یمن او عراق په ګډون په سیمه کې "د مقاومت محور" بلل کیږي.

د لبنان په پایتخت بیروت کې د جمعې په ورځ د اسرائیل په یو هوايي برید کې، د ایران د مالي او پوځي ملاتړ لرونکې حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله ووژل شو.

کنعاني په تهران کې خبریالانو ته وویل: "موږ له یوې غاړې څخه په دې اړه غوښتنه نده ترلاسه کړې. برعکس، موږ خبر او باوري یو چې دوی زموږ د ځواکونو مرستې ته اړتیا نلري."

خو هغه خبرداری ورکړ چې سرائیل به "د ایران د خلکو، پوځي پرسونل او مقاومت د ځواکونو په خلاف د جنایتونو له کبله بې ځوابه او بې سزا پاتې نشي."

بل خوا ایراني سرچینو ویلي چې ددغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ حسن نصرالله ته د دعا لپاره په تهران کې د حزب الله دفتر ته ورغلی دی.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي چې د عمده پرېکړو مسئولیت لري، هم خبرداری ورکړی چې د حسن نصرالله وژنه به "بې ځوابه" پاتې نشي او د ایران مرستیال ولسمشر محمدرضا عارف ویلي چې د حسن نصرالله وژنه به د اسرائیل د "تباهۍ" لامل شي.

ایران همدارنګه ددغه هېواد د انقلابي ګارډ د قدس ځواکونو د قوماندان عباس نیلفوروشان د وژل کېدو د غچ اخیستلو خبرداری ورکړی دی. نوموړی د حسن نصرالله سره یو ځای وژل شوی دی.