ایران هم د طالبانو له استازو سره خبرې کړي

رسنیو د ایران د ملي امنیت سلاکار، علي شمخاني، له خولې راپورونه ورکړي چې ایراني چارواکو پدې وروستیو کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړي دي.

ښاغلي شمخاني دغه راز ایراني رسنیو ته ویلي چې د دغو خبرو په اړه یې کابل کې افغان چارواکو ته معلومات ورکړي دي. دغه چارواکي ندي ویلي چې ولی، چیری او څه وخت ایراني چارواکو له طالب استازو سره کتلي دي.

د تسنیم خبري آژانس چې د ایران حکومت پورې تړلی بلل کیږي د شمخاني له خولې لیکلي چې "د افغانستان دولت له طالبانو سره زموږ د اړیکو او خبرو په اړه خبر شوی. دغه بهیر به ادامه ومومي."

افغان حکومت تر دې دمه د طالبانو او ایراني استازو د خبرو په اړه غبرګون ندی څرګند کړی، خو د حکومت اجرائیه مشر داکټر عبدالله د چهارشنبې په ورځ (دسامبر ۲۶) وویل چې له علي شمخاني سره د ترهګرۍ او افراطیت په ضد د ګډو هلوځلو په اړه وغږید.

تر ایران وړاندې، روسیې او چینايي چارواکو هم ویلي و چې له طالب استازو سره یې تماسونه نیولي دي.

له طالبانو سره د سیمې د هیوادونو تماسونه پداسې حال کې تایید کیږي چې واشنګټن هم د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره له طالبانو سره د خبرو لړۍ ته زور ورکړی دی.