امریکا، ایران ته د توغندیو د فعالیت پر سر خبرداری ورکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ایران ته خبرداری ورکړ چې د اقتصادي او سیاسي انزوا نه د خلاصون لپاره خپل د میزایلو اړوند فعالیتونه ودروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې "د ایران د رژیم د دفاع وزارت په عمومي توگه اعلان کړی چې په راتلونکو میاشتو کې درې میزایل چې د اټومي کوپړۍ د لیږدولو وړتیا لري فضا ته وتوغوي."

ښاغلي پمپیو چې د ایران دا ډول چلند د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د ٢٢٣١ پریکړه لیک خلاف دي، ځکه دغه پریکړه لیک په زغرده د ایران د بلاستیک میزایلو د پروگرام فعالیت چې د اټومي کوپړۍ د لیږدولو وړتیا لري، بند کړی دی.

ښاغلي پمپیو همداشان زیاته کړې چې "متحده ایالاتو تل خبرداری ورکړی چې د ایران د رژیم له لورې د بالستیک میزایلو او د اټومي کوپړۍ لیږدونکي میزایل اړوند فعالیتونه د سیمې او د هغې وړاندې وضعیت گډوډوي.

ښاغلي پمپیو همدرانګه وویل چې ددې اقداماتو نه نه یواځې امریکا بلکه فرانسه، جرمني، بریتانیا او نور هیوادونه هم اندیښمن دي.

د اتلانتیک سمندر ته د جنگي بېړیو لیږل

د یو بل رپوټ له مخې د ایران سمندري ځواکونو اعلان کړی چې د روان کال د مارچ په میاشت کې خپلې جنگي بېړۍ د اتلانتیک سمندر ته استوي.

د ایران د سمندري قواو مرستیال تورج حسیني د جمعې په ورځ وویل چې ددې هیواد لومړنۍ جنگي بېړۍ به د روان میلادي کال په لومړیو کې د اتلانتیک سمندر ته واستول شي.

د ایران د ایرنا خبري شبکې د ښاغلي حسیني له خوالې رپوټ ورکړی چې د "ساحند" په نامه نوې جنگي بېړۍ د هیلکوپتر د لیږدولو وړتیا لر‎ي، په هوایي مدافع، د جنگي بېړیو ضد او د ځمکې نه ځمکې ته او له ځمکې نه هوا ته میزایلو ضد وسلو باندې سمباله ده.

داسې بریښي چې د ایران دغه اقدام به د تهران او واشنگټن اړیکې نورې هم خړې پړې کړي.