ایران یو نوی توغندی نندارې ته وړاندې کړ چې ۱۷۰۰ کیلومتره واټن وهلی شي

ایران په دغو مراسمو کې "د ناواک، پارس ۱ او پارس ۲" په نوم درې سپوږمکۍ هم نندارې ته وړاندې کړې

ایران د یکشنبې په ورځ فبروري دویم (سلواغې ۱۴) په تهران کې د ولسمشر پزشکیان په ګډون د یوې غونډې پر مهال یو نوی توغندی نندارې ته وړاندې کړ چې د ایراني چارواکو په وینا د ۱۷۰۰ کیلومتره واټن وهلو وړتیا لري.

د فرانس پرس اژانس راپور ورکړی چې د ایران دولتي تلویزیون په دې اړه د انځورونو په خپرولو سره ویلي چې دې توغندي ته د "اعتماد" نوم ورکړل شوی او دا یې "تر ټولو وروستی بالستیک توغندی" بللی چې د ایران د دفاع وزارت لخوا جوړ شوی دی.

تهران په داسې حال کې خپل نوی توغندی نندارې ته وړاندې کړی چې لویدیځو هیوادونو د ایران د بالستیک توغندیو په پروګرام کې د پرمختګ په اړه اندېښنې ښودلي او تور یې پورې کړی چې د ایران دا اقدامات به په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ لامل شي.

د ایران دا نوی او یو شمېر نور توغندي د دې وړتیا لري چې خپل دښمن اسرائیل په نښه کړي. ایران له دې وړاندې د غزې د جنګ پر مهال دوه ځلي پر اسرائيل د توغندیو بریدونه وکړل.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوې تلویزیوني وینا کې وویل:‌ "د دفاعي وړتیاو او فضايي ټیکنالوژیو د پراختیا...موخه دا ده تر چې ډاډ ترلاسه شي چې هېڅ هېواد د ایران په خاوره د برید جرئت ونه کړي."

ایران په دغو مراسمو کې "د ناواک، پارس ۱ او پارس ۲" په نوم درې سپوږمکۍ هم نندارې ته وړاندې کړې چې په دې هېواد کې دننه تولید شوي دي.

د توغندي او سپوږمکیو د نندارې دا مراسم د ایران د ملي فضايي ورځې په مناسبت او د ۱۹۷۹ کال د فبروري په لسمه د اسلامي جمهوریت د جوړېدو د ۴۶مې کلیزې په درشل کې ترسره شوي دي.

واک ته د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بیا راتګ سره، چې په خپله لومړۍ دوره کې یې پر ایران باندې د "اعظمي فشار" تګلاره اعلان کړې وه، تهران د لویې کچې پوځي تمرینونو په ترسره کولو او د ځمکې لاندې د پوځي اډو په ښودلو سره د خپل پوځي ځواک نندارې زیاتې کړې دي.

په عین حال کې تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه چې له لسیزو راهیسې له لویدیځو هېوادونو سره د کړکېچ وړ مسله وه د خبرو اترو بیا پیلولو لپاره لیوالتیا ښودلې ده.

ایران د اسلامي انقلاب څخه وړاندې د خپلو پوځي تجهیزاتو ډیره برخه د خپل د هغه وخت ملګري متحده ایالاتو څخه ترلاسه کوله خو په ۱۹۷۹ کال کې له اسلامي انقلاب وروسته کله چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې ختمې شوې او امریکا پر ایران بندیزونه ولګول دا هېواد اړ شو چې خپلې وسلې جوړې کړي.

ایران په ۱۹۸۰ لسیزه کې هم له عراق سره د ویجاړوونکي جنګ پر مهال د وسلو له بندیز سره مخ شوی و اوس د توغندیو، هوايي دفاع سیستمونو او ډرونونو په ګډون د کورنیو پرمختللو وسلو د پام وړ زېرمې لري.