د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په خلیج کې د سپاه پاسداران کښتۍ په ډرون او کروز میزایلو سمبال کړي


Iran Navy Fire
Iran Navy Fire

ایراني خبري اژانسونو د شنبې په ورځ، اګست پنځمه (زمري ۱۴) راپور ورکړ چې تهران خپل د سپاه پاسداران سمندري ځواکونه په بې پیلوټه الوتکو او تر ۱۰۰۰ کیلومترو پورې واټن ویشتونکو میزایلو سمبال کړي دي.

د ایران دا اقدام وروسته له هغه شوی چې امریکا د فارس خلیج ته کښتۍ او جنګي جیټ الوتکې واستولې ترڅو د ایران له خوا د هرمز په تنګي کې د سوداګریزو کښتیو د درولو مخه ونیسي.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې له ۳۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کیلونره واټن ویشتونکو کروز او بالستیک میزایلو په ګډون رادار سیستمونه د هغو تجهیزاتو په جمله کې دي چې نن د سپاه پاسداران سمندري ځواک پر وړتیاو اضافه شول.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د جولای په ۱۷ اعلان وکړ چې متحده ایالات په منځني ختیځ کې کښتۍ او اف-۳۵ او اف-۱۶ جنګي جت الوتکې ځای په ځای کوي چې د ایران لخوا د کښتیو د نیولو پر وړاندې مقابله وکړي.

پنټاګون دا اقدام وروسته له هغه وکړ چې د جولای په لومړیو کې د ایران سمندري ځواکونو د هرمز تنګي او د عمان خلیج ته څېرمه د دوو سوداګریزو کښتیو د درولو هڅه وکړه او له دغو کښتیو څخه یې په یوې د توپونو ډزې وکړې.

تهران معمولا وايي چې نیول شوې کښتیو د ټرانسپورټي قوانینو سرغړونه کړې. ځینې بېړۍ یوازې د بهرنیو هېوادونو له خوا د ایراني کښتیو له خوشې کېدو وروسته خوشې شوې دي.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ (سپاه پاسداران) د سمندري ځواکونو قوماندان عليرضا تنګسيري، د ایران دولتي ټلویزیون ته وویل چې دغه نوي توغندي د ښه دقت او اوږد واټن ویشتلو وړتیا لري. کروز توغندي کولی شي په یو وخت کې په څو هدفونو برید وکړي او د توغولو وروسته کیدای شي چې اوامر بدل شي.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي، چې ایران یوازې په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه پنځه سوداګریزې بېړۍ نیولي او تر ۱۲ ځلو زیات یې سوداګریزو کښتیو ته مزاحمت رامنځته کړی دی. اکثر دا پیښې د هرمز تنګي په شاوخوا کې شوي دي.

ددې راپور ځنې برخې د رویټرز اژانس څخه اخیستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG