ایران: د امریکا هر ګواښ ته به پریکنده ځواب ورکړو

د ایران حکومت خبرداری ورکړی چې تهران به د واشنګټن هر ډول ګواښ او یا هم برید ته پریکنده ځواب ورکړي.

نیمه دولتي تسنیم خبري آژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عباس موسوي له قوله راپور ورکړی" پرته له دې چې امریکا څه پریکړه کوي، ایران به اجازه ورنکړي چې سرحدات یې نقض شي."

بلخوا د ایران دولتي ټلویزیون د سپاه پاسداران د یوه قومندان امیر علي حاجي زاده په حواله خبر ورکړی چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې نسکورول " د ایران د هوايی حریم نقض ته زموږ ځواب وو او که دا کار تکرار شي زموږ ځواب به هم تکرار شي."

د ایران له خوا د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې تر نسکوریدو وروسته، د متحده ایالتونو جمهور رئیس د جون په شلمه پر ایران د برید امر وکړ خو د برید له پیل څو دقیقې مخکې یې تصمیم بیرته بدل کړ.

جمهور رئیس ټرمپ ددې کار علت د ۱۵۰ ایرانیانو د ژوند ژغورل بیان کړی دی.

ښاغلي ټرمپ ویلي دا ډول برید د یوې بې پیلوټه الوتکې له ړنګیدو سره متناسب نه وو.

د امریکا ولسمشر وویل عجله نلري اما خبرداری یې ورکړ چې امريکايي پوځیان چمتو دي.

بلخوا د امریکا د کانګرس د استازو د مجلس مشرې ننسي پلوسي د واشنګټن او تهران ترمنځ تاوتریخوالي ډیر خطرناک او حساس بللي دي خو له سپینې ماڼۍ څخه یې غوښتي دي چې ددې تاوتریخوالو په کمیدو تمرکز وکړي.

میرمن پلوسي زیاته کړې چې د ایران دښمني باید لومړی د کانګرس له خوا تائید شي.

په عین حال کې د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې په وینا، امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوېده دا غونډه د دوشنبې په ورځ د تړلو ورونو تر شاه وشي او د ایران د وروستیو پارونکو اعمالو په اړه پکې بحث وشي.