سټاکهولم کې قرآن ته سپکاوی؛ عراق د سویډن سفیر وشړه

په بغداد کې د سویډن سفارت

عراق د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) وروسته له هغه د سویډن سفیر وشړه چې یو کس په سټاکهولم کې په یوه مظاهره کې د قرآن نسخې تر پښو لاندې کړې. دا کار څو ساعته وروسته له هغه وشو چې په سټاکهولم کې د قران د سوزولو د پلان په غبرګون کې په بغداد کې مظاهره کوونکو د سویډن سفارت ته ننوتل او ودانۍ ته یې اور واچوه.

په سویډن کې میشت ۳۷ کلن عراقي کډوال سلوان مومیکا چې شاوخوا یوه میاشت مخکې یې د قران نسخې ته اور اچولی و، د پنجشنبې په ورځ یې قرآن ونه سوځاوه، خو د مسلمانانو دغه سپیڅلی کتاب یې تر پښو لاندې او په لغتو وواهه.

په سویډن او نورو اروپایي هیوادونو کې دمخه هم د ښي اړخو او نورو فعالینو لاریونونه شوي چې د بیان د آزادۍ ساتنه په ډاګه کوي، په کومو مظاهرو کې چې مذهبي سمبولونو یا کتابونو ته سپکاوي پراخ اعتراضونه پارولي او دپلوماتیک کړکیچ ته یې لمن وهلې ده.

د عراق د صدراعظم د دفتر له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په سټاکهولم کې د پنجشنبې د ورځې د لاریون سره شاوخوا هممهاله د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني "په بغداد کې د سویډن سفیر ته لارښوونه وکړه چې د عراق له خاورې څخه ووځي".

په اعلامیه کې راغلي چې دا پرېکړه "د سویډن د حکومت له خوا د قرانکریم د سوځولو، اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي او د عراق د بیرغ د سوځولو لپاره د بیا اجازې ورکولو له امله شوې ده".

د تیرې شپې په اوږدو کې مظاهره کوونکي په بغداد کې د سویډن د سفارت انګړ ته ننوتل او ودانۍ ته یې اور واچوه او د بلوا ضد پولیسو سره یې نښتې وکړې چې دې کار صدراعظم د کابینې بیړنۍ غونډې ته اړ کړ.

د عراق حکومت د سویډن پر سفارت برید په کلکه وغنده، خو سویډن ته یې خبرداری هم ورکړ، چې که د قرآن د سوځولو لاریون ته چې ټاکل شوې د ورځې په اوږدو کې ترسره شي، اجازه ورکړي، نو دپلوماتیکې اړیکې به ورسره وشلوي.

د سویډن پولیسو د غونډو او وینا د ازادۍ د حقونو په اړه د سویډن د قانون سره سم د لاریون اجازه ورکړې وه.

د سټاکهولم پولیسو یو مقام اولا وسټرلینګ د فرانس پرس اژانس ته وویل: "اساسي قانون وايي چې د عامه غونډې لپاره د یو کس د اجازې د ردولو لپاره خورا ډیر څه ته اړتیا ده، نو یوه ورځ دمخه موږ یو شخص ته د لاریون اجازه ورکړه."

د جون په ۲۸ مه، سلوان مومیکا هم د سټاکهولم له جومات بهر د قرآن کریم پاڼې وسوځولې، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې یې د قهر او غصې څپې راوپارولې.

په سویډن کې د قران د سوځولو د تیرو پیښو په وړاندې د غبرګون په څیر دا ځل هم په سلګونو کسانو په بغداد کې د سویډڼ د سفارت دیوالونه ونړول او ځینې برخې یې وسوځولې.

په سویډن کې د قرآن د سوځولو د پلان شوي عمل په غبرګون کې عراقیان په غوسه شوي او د عراق د مذهبي مشر مقتدا الصدر پلویانو په بغداد کې مظاهرې وکړې. یو شمېر لاریون کوونکو د قرآن کریم نسخې او د مقتدا الصدر د پلار عکسونه له ځانه سره لیږدول.

د سویډن د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په بغداد کې د دغه هېواد سفارت د اورلګېدنې له پېښې وروسته خوندي دی. دغه وزارت زیاته کړه: "د عراق مقامات د دپلوماتیکو ماموریتونو او د هغوی د کارکوونکو د ساتنې مسوولیت لري او پر سفارتونو او دپلوماتانو بریدونه د ویانا له کنوانسیون څخه جدي سرغړونه ده."