’ داعش د سوریې په مرکزي برخو کې ۱۱ تنه وژلي‘ 

د سوریې د حمص په ختیځ کې د پالمیرا سیمه

د سوریې د جګړې څارونکي ډله وایي، لږ تر لږه ۱۱ کسان، چې اکثر یې ملکي وګړي دي، د سوریې په مرکزي برخه کې د اسلامي دولت د ډلې (داعش) په برید کې وژل شوي دي.

په بریتانیا کې میشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې وویل، داعش "د شنبې په ورځ شاوخوا ۷۵ کسانو په داسې حال کې برید وکړ چې هغوی د حمص په ختیځ کې د پالمیرا په سیمه کې د مرخیړیو په راټولولو بوخت وو."

د څار ډلې ویلي چې په دغه برید کې «د یوې ښځې او د (سوریې) د رژیم د ځواکونو د یو غړي په ګډون ۱۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول،» او یو شمیر نور کسان بې درکه دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د برید راپور ورکړی، خو د وژل شویو کسانو شمېر یې کم ښودلی او ویلي یې دي، چې داعش "ترهګرو" د ماشینګڼو ډزې کړې او د یوې ښځې په ګډون یې څلور ملکي وګړي وژلي دي او په وینایي ۱۰ تنه نور په پیښه کې ټپیان شوي دي.

جهادیانو وروسته له هغه چې د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په ملاتړ له پوځي برید وروسته خپله وروستۍ سیمه له لاسه ورکړه، پاتې شوني یې په سوریه کې د داعش پاتې تر ډېره د هېواد په ختیځ کې د صحرايي پټنځایونو په لور وخوځېدل.

دوی له هغه وخت راهیسې په داسې حال کې چې په عراق کې بریدونو ته دوام ورکوي هڅه کوي د کردانو په مشرۍ ځواکونو او د سوریې حکومتي سرتیرو باندې د بریدونو لپاره دا ډول پټنځایونه وکاروي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې په وروستیو کلونو کې د سوریې په مرکزي، شمال ختیځو او ختیځو سیمو کې د مرخیړیو د حاصلاتو د ټولولو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېر کسان په نښه شوي دي.

د ۲۰۲۱ په اپریل کې، دغه سخت دریځه ډلې په ورته برید کې د مرکزي ښار حما په ختیځ کلی کې ۱۹ کسان، چې اکثر یې ملکي وګړي وو، وتښتول.

دا پداسې حال کې دي چې د سوریې او روسیې هلیکوپترې د داعش پر پټنځایونو هوايي بریدونو ته دوام ورکوي.

د سوریې شخړه چې د دموکراسۍ پلوه مظاهرو د ځپلو له امله رامینځته شوې، شاوخوا ۵۰۰زره کسان په کې وژل شوي او د هیواد نیمایي نفوس یې بې ځایه کړي دي.