د لاس رسي وړ اتصالات

د جهادي ډلو په بریدونو کې د سوریې اته سرتېري وژل شوي- څار ډله


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د «حیات تحریر الشام» په نامه یوې جهادي ډلي د سوریې په سرتېرو برید کړی او اته تنه يې وژلي دي.

برید نن چهارشنبه فبروري لومړۍ (سلواغه ۱۲) خپور شوی دی. په بریتانیا کې مېشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې «حیات تحریر الشام د ادلیب ایالت د کفرومه سیمې ته نژدې د سوریې د ځواکونو په پوستې د راکټونو او توغندیو بریدونه کړي او اته تنه يې وژلي دي.»

د دغې ډلې غړي د القاعده څانګې پخواني جګړه ماران دي.

فرانس پرس اژانس وايي چې د سوریې دولتي رسنۍ لا په دې اړه کوم راپور او خبر خپور کړی نه دی.

د بشري حقونو د څار د دغې ډلې د راپور په اساس، د سوریې شمال-ختیځ ایالت ادلیب او د حماه، حلب او لاذقیه ته ورڅېرمې نورې سیمې د تحریر حیات الشام او نورو وسله والو ډلو له لوري کنترول کېږي.

د ادلیب سیمه د شاوخوا درې میلیون خلکو کور بلل کېږي چې اکثریت یې اوس د جګړو له کبله بېځایه شوي دي.

په سوریه کې په ۲۰۱۱ کال کې جګړه پیل شوه او له هغه را وروسته د روسیې او ایران په مرسته د سوریې حکومت له لاسه وتلې ډېرې سیمې بېرته نیولې دي. هغه وخت د بشارالاسد حکومت دموکراسۍ پلوه مظاهره چیان په بې رحمۍ سره وځپل.

د جګړې په مهال روسیې او ترکیې په ۲۰۲۰ کې تړون وکړ، ترکیه دغلته د سوریې د حکومت مخالفو وسله والو ننګه کوي.

ترکیه ادعا کوي چې د سوریې په خاوره کې مېشت کردي وسله وال په ترکیې کې نا امني خپروي او بریدونه کوي، خو کردي ډله دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG