تاجیکستان: داعش جنګیالیو له افغانستان څخه پر موږ برید کړی

افغان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي

د تاجیکستان چارواکي وایي د داعش یو شمېر وسله والو له افغانستان سره سرحد ته نژدې د تاجیکستان پر یوې امنیتي پوستې برید کړی دی.

د تاجیکستان امنیتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ (نومبر۶) وویل چې په دغه برید کې د دوی یو پولیس، یو پوله ساتونکی سرتيری او ۱۵ بریدګر وژل شوي دي. وايي بریدګرو تور نقابونه اغوستي وو.

تر دې دمه لا د داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم معلومه ده چې د تاجکستان چارواکو څنګه معلومه کړه چې بریدګر د داعش غړي دي، خو وايي چې د داعش پنځه غړي یې نیولي دي.

د اسوشیتدپرس اژانس وايي چې تاجیکستان د ملي امنیت کمیټې ویلي دي چې بریدګر له افغانستان څخه تاجیکستان ته اوښتي وو او یو "ځانګړی ماموریت" یې لره.

تېرکال د داعش ډلې په تاجیکستان کې د هغه برید مسولیت هم منلی وو چې څلور بایسکل سپاره په کې وژل شوي وو.

د تاجیکستان چارواکی داسې مهال دا ادعا کوي چې تر دې مخکې روسي چارواکو ویلي وو چې داعش غواړي د افغانستان په شمال کې ځانونه ځای پر ځای کړي او بیا منځنۍ اسیا ته ګواښونه پېښ کړي، خو افغان چارواکو دا ادعاوې بې بنسټه بللې وې.

داعش تر ډېره د افغانستان په ختیځ کې فعال و چې افغان او امریکايي ځواکونو یې پر ضد عملیات وکړل او وايي له ډېرو سیمو یې شړلي دي. دغې ډلې په کابل کې د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د ځینو خونړیو بریدونو مسولیت هم منلی دی.

د داعش مشر ابوبکر البغدادي څو ورځې مخکې د امریکايي ځواکونو په یو برید کې په سوریه کې ووژل شو.